چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بهرنۍ پانګې په داخلېدو سره د چين د اقتصادي پرزيدا په اړه بېځايه خبرې شنډې شوې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 27, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د بهرنۍ پانګې په داخلېدو سره د چين د اقتصادي پرزيدا په اړه بېځايه خبرې شنډې شوې

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لوېديځو رسنيو په دې وروستيو کې يو ځل بيا د چين د اقتصادي پرزيدا په اړه راپورونه ورکړي او ډول ډول خبرې يې را پورته کړې دي. ځينو يې د يوې لنډې مودې لپاره د چين د اقتصادي وضعيت د اړوندو شمېرو  ښکته کېدو ته په ناوړه نيت توجه کړې، ستونزه يې لویه کړې او ادعا يې کړې، چې د چيني بازار د جلب توان ټيټ شوی دیخو حقيقت دا دی، چې بهرنۍ پانګې په دقيقه او باکيفيته توګه چين ته روانې دي.

د چين سوداګرۍ وزارت څه ورځې مخکې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ او فبرورۍ د بهرنيو پانګو د راجلبولو شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې ۸۶۳۱ نوي بهرني شرکتونه جوړ شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه زياتوالی ښيي؛ په همدې مودې کې په دغه هېواد کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۱۶۱ ميليارډو او ۴۵۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا لږ ټيټوالی ښيي، خو په دې جمله کې د لوړ تخنيک د استعمال شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۶۳ میليارډو او ۲۱۰ ميليونو يوانو ته رسېږي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي او د بهرنيو پانګو عمومي اندازې کې ۳۹ اعشاريه ۲ سلنه نيسي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

دا د چين د هغې موخې د پوره کېدو ښکارندويي کوي، چې د پانګې د پيمانې له ډېرېدو څخه د کيفيت او موثريت پر لوړوالي تمرکز کوي او پاملرنه يې له دوديزو صنايعو څخه نوښتي صنايعو ته اړولې ده.

ټولو ته مالومه ده، پانګه په ګټو پسې ګرځي. نړیوال شرکتونه او پانګوال د رسنیو د خبرو تر اغېزې لاندې نه راځي او نه هم احساساتي پرېکړه کوي، بلکې دوی یوازې د بازار د پټ توان، د صنايعو بشپړتيا او پيشګويۍ د ګټو له مخې تصميمونه نيسي. که څه هم ځينو بهرنيو رسنيو څو څو ځلې د چين د اقتصاد په اړه بد او بېځايه خبرونه او ګنګوسې خپرې کړې دي، خو حقیقت ښکاره دی.

د جرمني، فرانسې، سويس او کاناډا يو شمېر شرکتونه اوس هم په چين کې پانګونې لري او د اروپايي هېوادونو او امریکا د تولیدي صنايعو يو شمېر لویې تصدۍ او د ټېکنالوژۍ شرکتونه په دغه هېواد کې پانګونې کوي او ګڼې پروژې پرمخ بیايي. د ساري په توګه، په همدې روان کال کې په چين کې د ميچېلين شرکت نوې فابريکه او د کوېسترو شرکت نوې هډه جوړې شوي او همدا رنګه د کوريا جمهوريت د برېښنا د سيمي کونډکټور پروژه  هم پکې پيل شوې ده.

دا دې څرګندويي کوي، چې د چين لوی بازار، بشپړ صنعتي ځنځير، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ د ګټو د زياتوالي لپاره بې ساري دي.

د دې ترڅنګ، سږکال بهرنۍ پانګې په دوامدار ډول د چین د ونډو بازار ته داخلې شوي او اوس په دغه هېواد کې سيمي کونډکټور، مصنوعي ځيرکتيا، د لوړې کچې توليدي صنعت او بایومیډیسن ته ډېره پاملرنه کېږي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د اقتصاد اصلاحاتو او ګټو  ډېرې بهرنۍ پانګې راجلب کړې دي.

د چين اقتصاد د اپګرېډ په حال کې روان دی او په دغه هېواد کې به د کورونو د صنعت او دوديزو توليدي صنايعو د کمزورتيا پر مهال د لوړ تخنيک صنعت، نوې خدمتي صنايع او د لوړې کچې توليدي صنايع مخ په پراخېدو روانې شي.

کارپوهان دا اقتصادي پرزيدا نه، بلکې يو عادي بدلون بولي. ځينو لوېديځو رسنيو په قصدي توګه د چين ځينو اقتصادي شمېرو ته له اندازې ډېره پاملرنه کړې، د چين عمومي حالت ته يې په پټو سترګو کتلي او د چين په اړه يې کورکورانه راپورونه ورکړي دي.

Previous Post

لغمان کې د چت پرېوتو له امله څلور تنه ټپیان شوي

Next Post

لولا: چین د برازیل تر ټولو غوره همکار دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
لولا: چین د برازیل تر ټولو غوره همکار دی

لولا: چین د برازیل تر ټولو غوره همکار دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا کې په یو وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي دي

امریکا کې په یو وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي دي

اکتوبر 14, 2022
مایک پمپیو: د جګړې دواړه لوري دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي

مایک پمپیو: د جګړې دواړه لوري دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي

دسمبر 6, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved