چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بولټڼ په کتاب کې د افغانستان په اړه امریکايي تصور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 24, 2020
in تبصرې
0
د بولټڼ په کتاب کې د افغانستان په اړه امریکايي تصور
732
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپل تازه لانجمن کتاب کې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ذهنیت یو روښانه تصویر وړاندې کړی دی. په کتاب کې راغلي چې ټرمپ ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور وحشت دی چې پړه یې پر جورج بوش ده. نوموړي ويلي چې امریکا په افغانستان کې پوره ماتې خوړلې ده او باید له دې هېواده څخه ژر امریکايي ځواکونه و ایستل شي. ټرمپ ویلي چې د افغانستان په جګړه کې میلیونونه خلک وژل شوي، ټریلیونونه ډالر لګول شوي، خو دا جګړه نه ده ګټل شوې او که وګټل شي، بیا هم امریکا څه نه تر لاسه کوي. په کتاب کې دغه راز ویل شوي چې ټرمپ په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه ویلي چې پرېږدئ روسیه دا ستونزه حل کړي.

د ټرمپ له خبرو په واضح ډول ښکاري چې هغه غواړي د افغانستان له ستونزې ځان خلاص کړي. که څه هم پنټاګون او نور بنسټونه منظمه هڅه کوي چې د ټرمپ د تصمیم پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو داسې ښکاري چې د افغان جګړې په تړاو د امریکا عامه ذهینت له ټرمپ سره مرسته کوي چې دا جګړه ختمه کړي او امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. وروستي بدلونونه هم همداسې دي چې امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي او آن د دې شونتیا هم شته چې امریکا یو مخ افغانستان پرېږدي او لکه چې ټرمپ وايي، سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې ښکېل کړي او هر څه دوی ته ور پرېږدي. د سیمې هېوادونه به د امریکا په نیابت لوبه مخ ته بیايي او په دې سره به هم امریکا د افغان جګړې له مسوولیت څخه خلاصه وي او هم به یې ځواکونه خوندي وي او پیسې به یې هم نه لګېږي. له همدې امله په افغانستان کې د یو اساسي بدلون شونتیا ډېره ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوس چې امریکا ځي او باید ولاړه شي، موږ له خپل هېواد او خپلو خلکو سره څه کوو؟

له بده مرغه لا هم ځیني کسان د امریکا پاتې کېدو ته هیله‌من دي او هڅه کوي چې د سولې په تخریب سره د امریکا پاتې کېدو ته لاره هواره کړي. دوی باید درک کړي چې امریکايي ځواکونه وځي او د دوی خنډونه او هلې ځلې د امریکا پرېکړه نه شي بدلولی، نو باید نوره دا هڅه پرېږدي. امریکا به وځي، خو پکار ده چې موږ د بین الافغاني خبرو د پیل او بیا جوړجاړي لپاره ټول شته خنډونه له منځه یوسو او ژر په دې برخه کې پرمختګ وکړو. که موږ سولې ته ونه رسیږي او حالت همداسې دوام وکړي، نو افغانستان تر دې ناوړه حالت ته تللی شي. له همدې امله پکار ده چې ټول اړخونه د سولې لپاره هلې ځلې وکړي. حکومت باید نور د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او د سولې پر وړاندې جوړې کړې سرې کرښې یې ور ټولې کړي. طالبان هم باید انعطاف وښيي. د ټرمپ دا ادعا چې امریکا ماتې خوړلې، باید دوی داسې مغروره نه کړي چې ستونزې جوړې کړي. پکار ده چې د افغانستان پر ژغورنې فکر او کار وشي او دا چانس ضایع نه شي.

Previous Post

تر  اوسه ۴۰ ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي

Next Post

غړي هېوادونه: د جرمونو نړیوالې محکمې له خپلواکۍ او پرېکړو دفاع کوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
غړي هېوادونه: د جرمونو نړیوالې محکمې له خپلواکۍ او پرېکړو دفاع کوو

غړي هېوادونه: د جرمونو نړیوالې محکمې له خپلواکۍ او پرېکړو دفاع کوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Pontoon Rules

سپتمبر 8, 2025
چین: له افغانستان ملاتړ کوو خو په کورنیو چارو کې یې مداخله نه کوو

چین: له افغانستان ملاتړ کوو خو په کورنیو چارو کې یې مداخله نه کوو

اپریل 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved