چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 15, 2020
in تبصرې
0
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شوي؟
682
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ویل کېږي چې د جون په پای کې به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي. که څه هم ټاکل شوې وه چې د جون په ۱۵مه لومړنۍ بین الافغاني خبرې وشي، خو د طالب بندیانو نه خوشي کېدو او ځینو نورو ستونزو د دې خبرو پیل وځنډاوه. اوس هم د جون په پای کې د رسمي خبرو د پیل پر ځای د لومړنۍ ناستې او لیدنې خبره کېږي، خو ایا ستونزه حل شوې ده او د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه تللي دي؟

د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې دوه ستر خنډونه وو. لومړنی خنډ دا و چې د هوکړې له مخې د خبرو تر پیل وړاندې باید پینځه زره طالب بندیان خوشې وی، خو خوشې نه شول. دویم خنډ دا و چې طالبانو نه منله چې د افغانستان له حکومت سره به خبرې کوي. اوس دا دی تر دریو زرو پورې بندیان خوشې شوې دي او حکومت وايي چې دوه زره نور طالب بندیان به هم خوشې کړي. دا د خلیلزاد له وروستي سفر سره سم د حکومت په دریځ کې یو لوی بدلون و. که حکومت پر خپله خبره او ژمنه عمل وکړي او پاتې بندیان هم خوشې کړي، نو د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یو لوی خنډ لرې شوی دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د دویم خنډ په اړه لا وضاحت نشته. طالبانو پخوا ویلي وو چې دوی له یوه افغاني پلاوي سره خبرې کوي چې حکومت یې هم یوه برخه وي. اوسنی پلاوی حکومت اعلان کړی، خو وايي چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو استازي هم پکې شته. کله چې دا پلاوی اعلان شو، طالبانو رد کړ او ویې ویل چې سیاسي ګوندونه او مختلف اړخونه له دې پلاوي سره مخالف دي، نو ځکه دوی هم ورسره خبرې نه کوي. په دې اړه د طالبانو تازه دریځ نشته، چې ایا دوی پر خپله پخوانۍ خبره ولاړ دي او که دریځ یې بدل شوی او له همدغه پلاوي سره خبرې کوي. طالبان تر فشار لاندې وو چې له همدغه پلاوي سره خبرې وکړي، خو ویل کېږي چې طالبانو په پلاوي کې د ځینو بدلونونو غوښتنه کړې ده. اوس که حکومت پر همدې پلاوي ټینګار وکړي او طالبان ورسره خبرې ونه مني، نو بیا خو ستونزه نه ده حل شوې او بین الافغاني خبرې به همداسې له خنډ او ځنډ سره مخ وي. ویل کېږي چې داسې یوه هڅه هم روانه ده چې حکومت په همدې پلاوي کې بدلون راولي، ښايي ځینې کسان پکې زیات کړي او بیا له هغه وروسته هغه سیاسي اړخونه چې پخوا یې د دې پلاوي مخالفت کړی و، له دې پلاوي رضایت وښيي، نو طالبان به هم حاضر شي چې له دې پلاوي سره خبرې وکړي او بین الافغاني خبرې پیل شي. د خلیلزاد د ورستي سفر یو اساسي هدف هم همدا ګڼل شوی او ویل شوي چې پرمختګونه هم پکې شوې دي.

د بین الافغاني خبرو پیل خورا مهم دی او خلک یې غوښتنه کوي. په دې برخو کې له دوو خنډونو یو یې د حل کېدو په درشل کې دی او حکومت باید دا خنډ لرې کړي. د دویم خنډ د لرې کولو لپاره باید طالبان او حکومت دواړه انعطاف وښيي، چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي او رېښتیني سولې ته لاره هواره کړي.

Previous Post

لندن مېشتو افغان ټولنو په هېواد کې له بېوزلو کسانو سره د مرستې لړۍ پیل کړه

Next Post

د کندهار پېژندنه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د کندهار پېژندنه

د کندهار پېژندنه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شي جين پينګ د لیکنوغورچاڼ (لومړی او دوهم ټوک) په څلورو ژبو چاپ او خپور شو

جون 17, 2024
اوچا: افغانستان کې د اوبو بحران د حل لپاره ۴۷۹ ميلیونه ډالرو ته اړتیا ده

اوچا: افغانستان کې د اوبو بحران د حل لپاره ۴۷۹ ميلیونه ډالرو ته اړتیا ده

مې 15, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved