د ټولګټو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د تخار – بدخشان سړک د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د ټولګټو وزارت ویلي چې د یادې لویې لارې اړوند د ۵۸ کیلومتره سړک د بیا رغونې کار، د ۱۰۰متره ګابیوني دېوال او ۸ کوچني پلچکونه هم شامل وو، چارې یې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې په دې سړک او اړوندو نورو کارونو د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو لګښت راغلی، چې د ټولګټو چارو وزارت له بودجې څخه ورکړل شوی دی. د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په بیارغونې سره اوس د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې دي.












