چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوال ائتلاف اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روسیې پلازمېنې مسکو ښار ته په یوه نژدې سيمه کې په يو کنسرت کې سخت ترهګريز بريدونه رامنځته شوي، چې له امله يې ۱۴۳تنه وژل شوي. داعش د دغې پېښې پړه پر غاړه اخيستې. دغه خونړي بريدونه دا ښيي، چې ترهګري لا هم د نړيوالو په وړاندې سخت ګواښ دی او د ترهګرۍ ضد د نړیوال ائتلاف جوړول ستر اهميت لري.

د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې همدغه د داعش خراسان څانګې د ايران په کرمان کې ترهګريز بريدونه کړي، چې له امله يې څه باندې ۲۰۰ تنه وژل شوي. له دې نه مخکې دغه ډلې په ۲۰۱۷م کال کې په ايران کې او په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان په کابل کې د يو لړ ترهګريزو بريدونو د کېدلو اعلان کړی دی.

داعش په منځني ختيځ کې د لوېديځو هېوادونو د لاسوهنې له ناکامېدو وروسته رامنځته شوې ډله ده. دغه ډله په عراق کې د صدام حسين حکومت له سقوط وروسته د ګډوډۍ حالت کې جوړه شوې او له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې د عرب پسرلي او د سوريې په کورنۍ جګړه کې د بهرنيو ځواکونو له شتون وروسته ډېر فعال شول. له دې وروسته د دغې ډلې څو فرعي څانګې په مختلفو سيمو کې فعاليتونه تر سره کړي او په ځانګړې توګه د دغې ډلې د خراسان څانګه تر ټولو فعاله ده.

د داعش د خراسان څانګې فعاليتونه د امريکا په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو له جیوپوليټيکي او سياسي ستراتيژۍ سره تړاو لري. د امريکا د بايډن حکومت په ۲۰۲۱م کال کې د لويو هېوادونو تر منځ د سيالۍ ستراتيژي جوړه کړه. داعش په دې سياسي فضا کې بيا فعال و او د جنوبي او منځنۍ اسيا او د روسیې په وړاندې عمده امنيتي ګواښ ګرځېدلی دی. سره له دې چې روسیې په دغه ترهګریزو بريدونو کې د داعش د خراسان څانګې دنده نه ده تصديق کړې، خو په دې کې هېڅ شک نه شته، چې دغه پېښه نړيوال ترهګريز بريدونه دي.

ترهګر د انسانانو ګډ دښمن دی او د ټولو هېوادونو په وړاندې ننګونه او د نړيوالې سولې او خونديتوب په وړاندې سخت ګواښ دی، دا اړتيا ده چې نړيواله ټولنه د ترهګرۍ ضد نړیوال ائتلاف جوړ کړي، خو جوړول يې اسانه کار نه دی او د نړيوالې ټولنې ګډو هڅو ته ته اړتيا لري. که څه هم نړيواله ټولنه د ترهګرۍ ضد چارو د اهميت او وړتيا په هکله ګډې نظريې لري، خو د ترهګريزو ډلو د تعريف کولو، د ترهګريزو معلوماتو د شريکولو په ځينو کليدي مسئلو کې د نظريو توپيرونه لري، نو د ترهګرۍ ضد د اغېزناکې نړيوال ائتلاف جوړول لا هم ډېر ستونزمن دي.

امريکا په مسکو کې له ترهګريزو بريدونو مخکې روسیې ته اړوند خبرداری ورکړی و، خو په حقيقت کې يې د استخباراتو کليدي معلومات نه و ورته وړاندې کړي. واشنګټن د دې پېښې په غندلو کې ځنډنی و، چې په دې سره یې هم نړيواله ټولنه مغشوشه کړې ده. په تېره بيا د امريکا په شمول ځينې لوېديځ هېوادونه د ترهګرۍ ضد مسئلو کې خپلې ګټې لټوي او په اوږده موده کې دوه ګوني معيارونه غوره کوي، په قصدي توګه ترهګرۍ د ځانګړو هېوادونو، توکمونو او مذهبونو سره تړي، د بشري حقونو د څار په توګه د ځينو ويجاړوونکو ترهګريزو فعاليتونو په توګه مشخص کوي. دغه ګډوډۍ پېژندنې په يوه اندازه د ترهګرۍ په پراختيا کې مرسته کوي، د ترهګرۍ ضد د نړيوالو فعاليتونو اغېزه کموي او د ترهګرۍ ضد د نړيوال ائتلاف جوړولو په ترڅ کې ستر خنډونه جوړوي.

په مسکو کې سخت ترهګريز بريدونه دا څرګندوي چې ترهګري لا هم يو نړيوال ګواښ دی. لوی هېوادونه بايد د امنيت ساتلو په چارو کې د جلا کېدو پر ځای لا يووالی او همغږي ټينګه کړي. لومړی کليدي ګام دا دی، چې لوی هېوادونه بايد د ترهګرۍ ضد د استخباراتو د تبادلې اغېزناک ميکانيزم جوړ کړي. له دې وروسته عمده لوی هېوادونه بايد د ترهګرۍ ضد مسئلو کې يو پر بل باور ټينګ کړي او په ګډه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ترهګرۍ ته ضربه ورکړي.

په مسکو کې د ترهګريزو بريدونو بريدګر په عمده توګه د منځنۍ اسيا له بېوزله وروسته پاتې سيمو څخه راغلي کسان دي، له دې څخه ښکارېږي، چې د ترهګرۍ حلولو لپاره نه یوازې د ترهګر له منځه وړل په کار دي، بلکې د سرچينو بندولو او وچول یې هم اړین دي. مثلاً نړيواله ټولنه دې د بېوزلۍ مسئلې حل کړي، د ښوونې او روزنې حالت دې ښه کړي، کاري فرصتونه دې پراخ کړي، څو د افراطي ايډيالوژيو له خوا د ځوانانو د هڅولو مخه ونيسي، دغه راز حالات دې ثابت شي، څو د مختلفو تمدنونو او مذهبونو ترمنځ مساوي خبرې اترې او هوسا چاپېريال رامنځته شي او د افراطي نظريو د خپرولو فضا محوه شي او ترهګريزو ډلو ته فرصتونه ورنه کړل شي.

Previous Post

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید د افغان کډوالو جبري ستنونې ودروي

Next Post

فراه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو کوچنی بند جوړ شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
فراه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو کوچنی بند جوړ شوی

فراه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو کوچنی بند جوړ شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هند کې د ککړې هوا له امله ټول ښوونځي تړل شوي دي

هند کې د ککړې هوا له امله ټول ښوونځي تړل شوي دي

دسمبر 4, 2021
د ښرنې ښاروالۍ ریاست: روان کال یې څه باندې ۹ میلیونه عواید راټول کړي

د ښرنې ښاروالۍ ریاست: روان کال یې څه باندې ۹ میلیونه عواید راټول کړي

نوومبر 23, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved