د بښنې نړۍوال سازمان په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخامخې کړي. په بیان کې دغه زار ویل شوي، د پاکستان حکومت باید ټولې جبري ستنونې ودروي او د کډوالو ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه واخلي. دیاد سازمان په خبره د کډوالو شړل به د افغان ښځو او نجونو ونډه په زده کړو، کار، فعالیت او په ځینو نورو برخو کې د دوی حقونه په جدي توګه کموي او دوی د تاوتریخوالي له ګواښ سره هم مخامخوي. د بښنې نړۍوال سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، د پاکستان حکومت لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له کوچني اختر وروسته د اپرېل په ۱۵مه نېټه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیلوي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.











