چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ترکیې غونډه، چټکې هڅې او هیلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 7, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو د افغانستان په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه ګډ کار پیل کړی دی. د دې تر څنګ ویل کېږي چې زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیم استازو ته هغه لیک سپارلی، چې پکې د ترکیې د غونډې اجنډا معلومه شوې ده. امریکایانو د ترکیې غونډې ته د اپرېل ۱۶مه نېټه ټاکلې او په چټکۍ ورته هڅې کوي.

اوس ښکاري چې د ترکیې غونډې ته د امریکا هڅې تر بل هر وخت جدي شوي او دوی غواړي چې د مې تر لومړۍ نېټې وړاندې دا غونډه جوړه کړي. امریکایان ځکه دې غونډې ته بېړه لري، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې وخت تر مې میاشتې پوره کېږي او تر دې وخته باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، طالبان له تور لېسته نه دي ایستل شوي، پاتې طالب بندیان نه دي خوشې شوي او طالبانو هم جګړه جاري ساتلې ده. له همدې امله اوس د دوحې هوکړې وخت ختمېږي او په دې ډول شوې ژمنې نه دي عملي شوي. اوس چې امریکا غواړي دا غونډه تر مې مېاشتې مخکې جوړه کړي، نو ښايي په دې سره له طالبانو سره یوه بلې هوکړې او یا هم د ځواکونو پر وتلو له سره غور کولو ته لاره هواره کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د ترکیې غونډې ته د افغاني اړخونو تر څنګ د افغانستان ټول ګاونډیان او هند، ناورې، جرمني، اندونیزیا او قطر هم ور بلل شوي. د دې غونډې کوربه‌توب به ملګري ملتونه او ترکیه کوي او ټولې چارې به د امریکا په خوښه او غوښتنه مخ ته ځي. د غونډې لپاره د امریکا له هڅو، بهرنیو اړخونو او نورو بدلونونو ښکاري چې امریکا غواړي یو مهم بدلون راولي. د ترکیې د غونډې په اړه ویل کېږي چې عمومي اصول، انتقالي دوره او اوربند یې د اجنډا عمومي خبرې دي او پر دې مسایلو به توافق کېږي. که رښتیا هم پر دې مسایلو توافق وشي، نو د افغان ستونزې د حل په برخه کې به یو اساسي ګام اخیستل شوی وي او مهم خنډونه به لرې شوي وي.

که دا غونډه لکه چې ویل کېږي، همداسې مخ ته ولاړه شي، نو ډېره تمه ترې کېدلی شي او هیله ده چې افغانستان ته سوله راوړي. که هر څه افغانانو ته پرېښودل شي او بهرنيان یوازې د اسانچارو او مثبتو فشارونو لپاره وکارول شي، نو بیا به موږ د سولې لوري ته ولاړ شو، خو که افغاني اړخونه ترکیې ته وغوښتل شي او یا هم اړ کړل شي چې هتله ولاړ شي او هلته ټولې چارې د بهرنیانو په لاس کې وي او بهرنیو پرېکړو ته یوازې افغاني رنګ ورکول کېږي، دا نو بیا ښايي د لنډ وخت لپاره ستونزې حل کړي، خو هېڅکله د دوامدارې سولې او امن سبب نه شي کېدلی. له همدې امله د ترکیې د غونډې لپاره پکار ده چې د بن تجربه هېره نه شي. دا ځل باید هر څه افغانانو ته پرېښودل شي او بهرنیان یوازې باید د اسانچارو رول ولوبوي او د ستونزو پر وخت مثبت فشار راوړي.

Previous Post

رستمي: تېر کال په افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه ورېښم تولید شوي

Next Post

سامسُنګ پر دوه ځایه قاتېدونکي ځیرک موبایل کار کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ پر دوه ځایه قاتېدونکي ځیرک موبایل کار کوي

سامسُنګ پر دوه ځایه قاتېدونکي ځیرک موبایل کار کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امريکا باید د افغانستان د سولې او بیارغونې مسؤلیت پر غاړه واخلي

امريکا باید د افغانستان د سولې او بیارغونې مسؤلیت پر غاړه واخلي

مارچ 30, 2022
ناروې: د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو مرستې رسوو

ناروې: د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو مرستې رسوو

جنوري 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved