سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2025
in تبصرې
0
د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په نړیوال سیاست کې اقتصادي ابزار ورځ تر بلې د سیاسي فشار وسیلې ګرځي. له بده مرغه، تر ټولو څرګند مثال یې د امریکا متحده ایالاتو هغه کړنلاره ده چې د تعرفو یا ګمرکي مالیاتو له لارې پر نورو هېوادونو خپل فشار واردوي. یوه تازه نړیواله سروې چې سي جي ټي ان نړیوالې شبکې خپره کړې، ښيي چې د نړۍ ډېری وګړي د امریکا دغه سیاست یو اړخیز، زیان‌وړ او د نړیوال اقتصاد پر وړاندې یو خطر ګڼي.
د سروې له مخې، ډېری ګډونوالو په څرګندو ټکو ویلي چې د امریکا لخوا د متقابلو تعرفو پالیسي نه یوازې د نورو هېوادونو پر وړاندې دښمنانه بڼه لري، بلکې د امریکا د داخلي اقتصاد لپاره هم زیان‌وړ تمامه شوې ده. په ځانګړې توګه، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال چې دغه پالیسي په پراخه کچه عملي شوه، امریکایي مصرف کوونکو ته یې ستر مالي زیانونه واړول. شمېرې ښيي چې یوازې د ټرمپ د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې، د تعرفو له امله امریکایانو هر کال شاوخوا ۵۷ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي.
په یاده سروې کې له ۸۰ سلنه ډېر ګډونوال، یعنې ۸۱.۹۴٪، باور لري چې د تعرفو دغه پالیسي د امریکا خپلې ستونزې نه شي حل کولای. دوی وايي چې دا کار به د امریکا د اقتصادي ودې مخه ونیسي، د عادي خلکو ژوند به سخت کړي، او د مصرف له کمښت سره به د سوداګرۍ بازارونه هم اغېزمن شي. همداراز، دوی دا هم څرګنده کړې چې دا ډول فشارونه د متقابل غبرګون لامل کېږي، او دا امکان شته چې د تعرفو نړیوال جنګ پیل شي.
د تعرفو دا جګړه یواځې یو اقتصادي بحث نه دی، بلکې یو سیاسي جنجال هم دی. کله چې یو لوی ځواک، لکه امریکا، له نړیوالو اصولو او اقتصادي تړونونو سترګې پټوي او هڅه کوي چې نور هېوادونه د فشار له لارې خپلو غوښتنو ته اړ کړي، نو دا د نړیوال اعتماد د له منځه وړلو معنا لري. دا ډول کړنلاره نه یوازې د نړۍ پر اقتصاد مستقیمه اغېزه لري، بلکې د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل هم ګرځي. له نړیوالو اصولو سرغړونه کول، د همکارۍ پر ځای د زور سیاست غوره کول، او د خپلې ګټې لپاره پر نورو فشار واردول د شفاف، متوازن او عادلانه تجارت مفکوره له منځه وړي.
همداراز، باید هېر نه کړو چې دا سیاستونه یوازې پر سیاسي سطحه نه، بلکې د عادي خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي. کله چې تعرفې لوړې شي، واردات ګرانېږي، او دا ګرانوالی بیا د عامو خلکو جیب ته لېږدول کېږي. خلک مجبوریږي چې یا له اړتیاوو تېر شي، یا ډېر لګښتونه وزغمي، او دا کار د ټولنیز فشار سبب هم کېږي.
په پای کې ویلای شو، چې د تعرفو دا سیاست نه د ستونزو حل دی او نه هم دوامداره ګټه لري. نړۍ باید یو عادلانه او د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ اقتصادي نظام ته ژمنه پاتې شي. که دا وضعیت دوام ومومي، نه یوازې اقتصادي جګړه به لا پراخه شي، بلکې د باور فضا به لا هم له منځه ولاړه شي. نړیواله ټولنه باید د دا ډول زورواکه سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړي او د شفافو، برابر، او سوله‌ییزو اقتصادي اړیکو ملاتړ وکړي.

Previous Post

سروې: امریکا د تعرفو له لارې له ټولې نړۍ سره دښمني کوي

Next Post

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Machine Finder In United Kingdom

سپتمبر 8, 2025
سټولټنبرګ: روسیه په اوکراین کې له ماتې سره مخ ده

سټولټنبرګ: روسیه په اوکراین کې له ماتې سره مخ ده

نوومبر 26, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved