چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جګړې په شدت کې له ناورین سره مخ ولس

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 25, 2021
in تبصرې
0
د دولت عالي شورا به د سیاسي اجماع سبب شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنو جګړو د ښکېلو اړخونو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په بغلان، لغمان، کندهار، هلمند او ګڼو نورو ولایتونو کې د جګړې له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي. د ډېرو خلکو کورونه نړېدلي دي، ډېری کسان بې ځایه شوي او ډېرو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د جګړې دا شدت او ډول ولسي وګړي له یو جدي ناورین سره مخ کړي او د جګړې دوام به حالت تر دې لا زیات خراب کړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان کال کې سل زره کسانو خپل کورونه پرې اېښي دي. که وروستۍ شمېرې ورسره یو ځای شي، ښايي د کورنیو بې ځایه شوو شمېر تر دې هم زیات شي.

له بده مرغه د جګړې دواړه غاړې د جګړې ټول اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي. د دوی د جګړې ډول داسې دی چې په طبیعي ډول پکې ملکي وګړي زیانمېږي. دا جګړه د ملکي وګړو په کورونو، ځمکو، باغونو، لویو او کوچنیو لارو کې ده. جګړه په هغه ځای کې ده چې له ملکیانو ډک وي. دا جګړه نه په غرونو کې ده او نه هم په دښتو کې، له همدې امله د دې جګړې تر ټولو ستر مالي او ځاني زیان ملکي وګړو ته اوړي. له بده مرغه طالبان د خلکو له کورونو، ځمکو او باغونو څخه پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي. حکومتي ځواکونه هم ډېر وخت په هغه ځایونو کې مرکزونه او پوستې جوړوي چې هلته ملکي وګړي اوسېږي. کله چې  طالبان پر حکومتي ځواکونه بریدونه کوي، نو حکومتي ځواکونه هم د ملکي وګړو ژوند او مال ته پام نه کوي او بریدونه کوي. په دې ډول هم طالبان د ملکي وګړو ژوند او مال ته پام نه کوي او هم حکومتي ځواکونو ته دا چاره مهمه نه ښکاري.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ښکاري چې راتلونکې څو میاشتې به لا سختې جګړې وشي. ولسوالۍ به لاس پر لاس شي. په لویو او کوچنیو لارو به بریدونه وشي. ملکي وګړي به په جګړو کې را ګېر شي، کورونه به یې ونړول شي، په ځمکو او باغونو کې به یې جګړه وشي، بمبارۍ به پرې وشي، په لارو کې به د سړک غاړې ماینونو قرباني شي او په هره جګړه کې به پراخ مالي او ځاني زیانونه ور واوړي. په دې ډول به د کورنیو بې ځایه شوو او بې کوره شوو شمېر زیات شي، د معیوبینو، شهیدانو، کونډو او یتمیانو شمېرې به زیاتې شي، خو د جګړې ښکېل اړخونه به بیا هم یو بل مات نه کړي او هېڅ لویه لاسته راوړنه به ونه لري.

دا جګړې یوازې زموږ دردونه او غمونه زیاتوي، له همدې امله پکار ده چې ودریږي. دواړه اړخونه دې د یو بل وژلو، جګړې او تاوتریخوالي پر ځای په خبرو ټینګار وکړي. شرطونه، سرې کرښې او نور خنډونه باید لرې شي او  دواړه اړخونه باید د خلکو دغه درد، کړاو او ستونزو ته وګوري او نور له دې خلکو سره ظلم او زیاتی بند کړي. ددې لاره یوازې همدا ده چې په واقعي مانا د سولې هڅې وکړي، قربانۍ وکړي او افغانان له دې عذابه خلاص کړي.

Previous Post

شیاومي غواړي ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل معرفي کړي

Next Post

د ټپونو په رغېدو کې د ویټامینونو رول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
شیاومي غواړي ۲۰۰ مېګاپکسله کامره لرونکی موبایل معرفي کړي

د ټپونو په رغېدو کې د ویټامینونو رول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Play New Slot Games Online

سپتمبر 8, 2025
د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سپتمبر 9, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved