چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د خبرو د دوام او بریا لپاره څه پکار دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2020
in تبصرې
0
د خبرو د دوام او بریا لپاره څه پکار دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له اوږده ځنډ وروسته پرون په دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې. ټاکل شوې د خبرو دا لومړی پړاو به څو ورځې دوام وکړي. دواړه اړخونه وايي چې سولې ته اراده لري او غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. پر دواړو اړخونو نړیوال فشارونه هم شته چې انعطاف وښيي او د افغانستان جګړه د سولې له لارې ختمه کړي. پرون په دغو مراسمو کې د امریکا او ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په ټینګار سره له دواړو اړخونو وغوښتل چې له شته چانس څخه استفاده وکړي او د سولې خبرې بریالۍ کړي.

دا روښانه ده چې خبرې به سختې او پېچلې وي او ډېر وخت به واخلي، خو مهمه دا ده چې خبرې دوام وکړي او پرمختګونه پکې وشي، که څه هم دا پرمختګونه واړه وي. د دواړو اړخونو ترمنځ د اختلاف لوی ټکي شته، واټن زیات دی او دواړه اړخونه له بهرني فشار پرته کم انعطاف هم کوي، نو ځکه به دا سختې خبرې وي. پکار ده چې دواړه اړخونه پیل له ساده او هغو ټکو وکړي چې اختلاف پکې کم دی. د دواړو اړخونو تر منځ داسې ټکي شته چې په اسانۍ پرې توافق کېدلی شي. د دې تر څنګ د غوښتنو مطرح کول او منل باید یو اړخیز نه وي، پکار ده چې دواړه لوري ومني چې که یو څه تر لاسه کوي، نو یو څه به له لاسه ورکوي او همدا د خبرو او جوجاړي ځانګړنه ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان خلک تمه لري چې تر هر څه وړاندې پر اوربند توافق وشي او حکومت هم له وړاندې دا غوښتنه کړې ده. طالبان هم مني چې پر اوربند به خبرې کوي، خو دا چې ژر به یې مني او که نه، په دې اړه څه نه وايي. دا ښکاره ده چې طالبان به په اسانۍ اوربند ونه مني، ځکه چې جګړه طالبانو ته د فشار او نورو چارو لپاره مهمه ده، خو که طالبان اوربند مني، نو له حکومت به هم غوښتنې ولري. طالبان غواړي زرګونه نور بندیان یې خوشې شي. اوس پکار ده چې طالبان اوربند ومني او حکومت یې په بدل کې د یو پلان پر اساس د طالبانو بندیان خوشې کړي. دا چاره به له یوه اړخه د افغانستان د خلکو ستره هیله چې د جګړې بندېدل دي، پوره کړي او له بل اړخه به زرګونه بندیان له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. د دې تر څنګ د جګړې درول او د بندیانو خوشې کول به حسن نیت، پر یو بل باور او سوله ییزه فضا لا پیاوړي کړي او په دې سره به په نورو برخو کې هم پرمختګ ته لاره پرانیزي.

د خبرو پیل د سولې په لاره کې د بریا لپاره یو ستر ګام و، خو د اساسي بریا لپاره پکار ده چې دا خبرې همداسې روانې وساتل شي، پرمختګونه پکې وشي، دواړه لوري پکې انعطاف وښيي، له خپله اړخه قرباني ورکړي او د سولې لپاره له هر ډول توندو څرګندونو او ناسمو کړنو څخه ځان وساتي. له دې سره هم‌مهاله پر دواړو اړخونو یو ولسي فشار هم پکار دی چې روانې خبرې بریالۍ کړي او دا جګړه نوره ختمه شي.

Previous Post

ملګري هېوادونه او نړیوال بنسټونه د مذاکراتو ملاتړي او د اوربند غوښتونکي دي

Next Post

رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هرات زلزله ځپلو ته ۱۴۰ نور رغول شوي کورونه سپارل شوي

د هرات زلزله ځپلو ته ۱۴۰ نور رغول شوي کورونه سپارل شوي

جنوري 23, 2024
دیبورا لاینز د م.م امنیت شورا ته: باید په ګډه همکارۍ د افغانانو رنځ او درد پای ته ورسوو

دیبورا لاینز د م.م امنیت شورا ته: باید په ګډه همکارۍ د افغانانو رنځ او درد پای ته ورسوو

مارچ 24, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved