چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د خپلواکۍ تکرار ته اړتیا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 19, 2020
in تبصرې
0
د خپلواکۍ تکرار ته اړتیا ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له نن څخه (۱۰۱) کاله وړاندې افغان ولس د غازي امان الله په مشرۍ له برېټانوي ښکېلاک څخه ازادي واخیسته. که څه هم برېټانوي ښکېلاک بیا بیا پر افغانستان یرغل وکړ، وژنې او وحشت یې وکړ، خو افغان ولس تسلیم نه شو، برېټانویانو ته یې سختې ماتې ورکړې او بالاخره هغوی اړ شول چې د افغانستان خپلواکي ومني. موږ هغه وخت خپلواکي واخیسته، خو د غازي امان الله خان ځینو تېروتنو او د انګریزانو دسیسو بله ستونزه جوړه کړه او زموږ خپلواکۍ په ښه ډول دوام ونه کړ. له تېرو څلورو لسیزو راهیسې موږ یو ځل بیا د بلواکۍ په اور کې سوځو او لا هم له دې حالت سره مخ یو.

موږ برېټانوي ښکېلاک مات کړ، موږ شوروي اشغالګر په ګونډو کړل، خو بیا هم د یوویشتمې پېړۍ له ښکېلاکي ځواک سره مخ ش,و. له تېرو شلو کلونو راهیسې بیا له امریکايي ښکېلاک سره مخ یو چې بڼه یې متفاوته ده. امریکايي ښکېلاک د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان په مرسته پر افغانستان یرغل وکړ او بیا یې د جګړې د دوام لپاره هم له پاکستان څخه کار واخیست. له همدې امله شل کاله بیا موږ په اور او جګړه کې را ګیر یو. زموږ کلي او کورنه بمباري شول، ممنوعه وسلې وکارول شوې، په ښارونو کې بریدونه وشول او له ځمکې او هوا د افغانستان انسان د وژنې هڅې روانې وې چې پکې سلګونه زره افغانان ووژل شول.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له اوږدو جګړو وروسته اوس یو ځل بیا یو چانس شته، د خپلواکۍ چانس او موږ باید خپله خپلواکي ترلاسه کړو. باید دا ځل له تاریخ څخه زده کړه وکړو او پرې نه ږدو چې دا لاسته راغلی چانس یو ځل بیا ضایع شي. اوس هغه وخت دی چې د نورو په لومو کې را ګیر شوي افغانان هم له دې چانس څخه استفاده وکړي، خپل ځان د نورو له منګولو لا خلاص کړي او په دې ډول د ځان او افغانستان له خپلواکۍ سره مرسته وکړي. موږ پوهېږو چې په کابل کې چارواکي خپلواک نه دي او آن د اسټرالیا په شان هېواد هم زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي. موږ په دې هم پوهېږو چې طالبان خپل تړاوونه لري او همدغو تړاوونو ستونزې جوړې کړې دي. له همدې امله پکار ده چې دواړه لوري د ولس په مرسته د یو واحد او خپلواک دولت لپاره کار او هلې ځلې وکړي.

دا ځل د خپلواکۍ لپاره لاره د سولې لاره ده. په دې لاره کې افغانان باید یو بل ومني. اوس وخت دی چې پر بهرنیو تکیه ونه شي، د بهرنیو ځواکونو د پاتې کولو او جګړې هڅه ونه شي. اوس باید هر لوری د سولې په لوري ګامونه واخلي او سوله موږ واقعي خپلواکۍ ته رسولی شي. که څوک اوس هم ستونزې جوړوي، د جګړې دوام ته لاره پرانیږي او نه پرېږدي چې بین الافغاني خبرې پیل او بریالۍ شي، نو دوی د خپلواکۍ دښمنان او د نورو مزدوران دي. د امان الله خان رښتیني لارویان، د خپلواکۍ مینه وال او رښتیني افغانان هغه دي چې د افغانانو ترمنځ جوړجاړی او د پردیو وتل غواړي او د همدې لپاره هڅه او مبارزه کوي. په سوله او یو ټغر را ټولېدل او د بهرنیو له حضور څخه د افغانستان پاکول د خپلواکۍ یوازینۍ او کارنده لاره ده.

Previous Post

هغه دنده پرېږدئ چې نه مو خوښېږي

Next Post

شي جين پېنګ: د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
شي جين پېنګ: د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم

شي جين پېنګ: د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکیه په افغانستان کې د قربانۍ زرګونو څارویو غوښې وېشي

ترکیه په افغانستان کې د قربانۍ زرګونو څارویو غوښې وېشي

جون 16, 2024
روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۱۰۲ نورې مثبتې پیښې ثبت شوې

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

جنوري 7, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved