په هرات، خوست او لوګر ولایتونو کې په هېواد کې د وروستیو بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي. لاریونوالو د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده او ویلی یې دي چې نور باید دواړه غاړې د سولې خبرو ته کېني او په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. خوست کې د لاريون ګډونوالو په جګړه کې پر ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول په وسله والو طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي، د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په خاطر دې اوربند او سوله وکړي. په ورته وخت کې د هرات ولایت اوسېدونکو هم پر طالبانو د جګړې د درولو غږ کړی دی او له دغې ډلې یې غوښتنه کړې ده چې باید له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر شي. په همدې حال کې په لوګر کې هم مدني فعالانو د وروستۍ چاودنې په غبرګون کي بهرنيان وځي نور جنګ د څه لپاره او جنګ بس دی، سوله وکړی تر عنوان لاندې خېمه درولې ده او د جګړې له ښکېلو لوریو یې د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده. دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې چې د امریکایي ځواکونو د وتلو راپورونه ورکړل شوي دي ورسره سم د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شوې ده.












