سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د دواړو ګاونډیو تر منځ د تاوتریخوالي دوام سیمه ګډوډوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 13, 2025
in تبصرې
0
د دواړو ګاونډیو تر منځ د تاوتریخوالي دوام سیمه ګډوډوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ شخړې یو ځل بیا څرګندوي چې د جګړې او احساساتي غبرګونونو دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه دی. په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم نقض او د کابل په ځینو سیمو برید د دواړو ملتونو تر منځ د بې‌باورۍ اور ته تېل ورواچول. دا کړنه نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف وه، بلکې د افغان حکومت او ولس سخته غوسه یې هم راوپاروله. په غبرګون کې د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي عملیات ښيي چې افغانستان نور د خپلو خاورې د دفاع په برخه کې بې‌پروا نه‌شي پاتې کېدای. خو له نېکه‌مرغه، دا شخړه ژر ودریده او دواړو لورو د زغم لار خپله کړه.
په اوسني وضعیت کې، دواړه هېوادونه باید دا درک کړي چې جګړه، برید او احساساتي چلند د سیمې د ثبات پر ځای لا ګډوډي زیاتوي. افغانستان او پاکستان د اوږدې پولې، ګډو اقتصادي اړتیاوو، مذهبي اړیکو او تاریخي تړاوونو له امله نه‌شي کولای یو د بل له اغېزو ځان بېل وساتي. هر نظامي اقدام، که د یوه هېواد له‌خوا وي یا د بل، په نهایت کې د دواړو ملتونو ژوند اغېزمنوي او د سیمې د سولې فضا تخریبوي.
په دې ټولو حالاتو کې د پاکستان مسوولیت تر ټولو دروند دی، ځکه د یوه خپلواکه هېواد د فضایي حریم نقضول د نړیوال قانون له مخې یو ښکاره تیری دی. که اسلام‌اباد رښتیا غواړي د سیمې امنیت خوندي پاتې شي، باید د داسې بې‌پروا کړنو څخه لاس واخلي او د اعتماد فضا بېرته راژوندۍ کړي. افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د سولې، ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي غوښتونکی دی، خو دا غوښتنه هغه وخت عملي کېدای شي چې دواړه خواوې د یو بل مشروعیت ومني او د یو بل په کورنیو چارو کې لاس وهنه پای ته ورسوي.
له بلې خوا، افغان حکومت هم باید په زغم، تدبیر او سیاسي هوښیارۍ سره د ستونزو د حل لاره خپله کړي. د جګړې او انتقام پر ځای باید ډيپلوماټیک میکانیزمونه فعاله شي، ګډې غونډې جوړې شي، او دواړه هېوادونه د امنیتي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو له لارې خپل باور بېرته ورغوي.
د دواړو هېوادونو ملتونه له اوږدې مودې راهیسې د جګړو، بې‌ثباتۍ او اقتصادي کړاوونو قرباني دي. اوس وخت رارسېدلی چې کابل او اسلام‌اباد د عقل او منطق پر بنسټ د خبرو مېز ته کښیني او دا درک کړي چې د تاوتریخوالي دوام یوازې د دریمو قوتونو په ګټه دی.
افغانستان او پاکستان کولای شي له همکارۍ څخه هغه ثمره ترلاسه کړي چې جګړه یې هېڅکله نه شي ورکولی. د ګډو اقتصادي پروژو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د ترانزیټي دهلیزونو او د خلکو تر منځ د باور فضا د بیا رامنځته کولو له لارې دواړه هېوادونه نه یوازې خپلې ستونزې حل کولای شي، بلکې د سیمې د سولې او پرمختګ بنسټ هم کېښودلای شي.
اوس د دواړو هېوادونو مشران باید له تېر تاریخ څخه زده‌کړه وکړي. هغه سیاستونه چې د تاوتریخوالي او شک پر بنسټ ولاړ دي، باید ځای د همکارۍ او متقابل درناوي سیاست ته پرېږدي. د جګړې وسلې د خبرو وسایلو ته واوړي، ځکه یوازې خبرې، منطق او زغم کولای شي دا ناورین ختم کړي.
په پای کې دا حقیقت باید هېر نه‌شي چې افغانستان او پاکستان نه شي کولای یو د بل له جغرافیې او ملتونو ځانونه بې‌لاري کړي. د سولې یوازینۍ لاره د تفاهم، زغم او متقابل درناوي له لارې ده. د دواړو هېوادونو مشران او ملتونه باید دا درک کړي چې د یو ملت د تباهۍ درد د بل ملت د خوښۍ لامل نه‌شي کېدای. د سیمې راتلونکی د ګډ کار، اعتماد او دوامدارې سولې په لور ګام اخیستو کې پروت دی.

Previous Post

له هرات څخه بهر ته د وچو او تازه میوو صادرات ډېر شوي

Next Post

حما.س نن اووه تنه اسراییلي بندیان خوشې کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
حما.س نن اووه تنه اسراییلي بندیان خوشې کړل

حما.س نن اووه تنه اسراییلي بندیان خوشې کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ: په نوي مزل کې د سه چوان د پرمختګ د نوي فصل د ليکلو هڅه کوو

شي جين پينګ: په نوي مزل کې د سه چوان د پرمختګ د نوي فصل د ليکلو هڅه کوو

جون 12, 2022
د چين استازی: د نړيوال مديريت وړانديز د ملګرو ملتونو د راتلونکي پرمختګ لپاره لارښوونکی ارزښت لري

د چين استازی: د نړيوال مديريت وړانديز د ملګرو ملتونو د راتلونکي پرمختګ لپاره لارښوونکی ارزښت لري

اکتوبر 25, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved