د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک وايي، د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل د لا ښه همغږي او منظم ډول وړاندې کولو په موخه جوړه شي. دوجاریک په یوه خبري غونډه کې و ویل، دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو او د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابروي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړه چې په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د سټیفان دوجاریک په وینا، د جولای په دوېیمه به د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډی کارلو او د هېوادونو ځانګړي استازي د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو د مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.












