چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د دوحې هوکړه، دوه کاله وروسته

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 1, 2022
in تبصرې
0
د کورونو پلټل؛ مخالفت او انګېزې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک دوه کلونه پرون پوره شول، خو لا هم پر دې بحث دی چې دا هوکړه باید پوره عملي شي. دغه هوکړه دوه کاله وړاندې له اوږدو خبرو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلېزاد او د قطر دفتر د مشر ملا برادر له خوا لاسلیک شوه.‌ اسلامي امارت هغه وخت دا لویه بریا ګڼله، امریکا هم دې هوکړې ته د یو داسې لاسته راوړنې په سترګه کتل چې دوی ته له یوې اوږدې جګړې د خپلو ځواکونو د وتلو زمینه برابروي. په کابل کې واکمنو که څه هم د امریکا له ویرې ښکاره مخالفت نشو کولای، خو له پیله یې پښې لړزېدلې وې او خپله واکمني یې مخ پر زوال ګڼلې وه.

د دوحې هوکړې افغانستان ته څه ورکړل او ایا اوس یې هم د ناعملي شوو برخو د عملي کېدو بحث سم او ګټور دی؟

د دوحې هوکړې که څه هم امریکا ته زمینه برابره کړه چې له لا زیاتې شرموونکې ماتې وژغورل شي، له بله اړخه یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای هیلې پیدا کړې. د امریکا او امارت ترمن‍ځ هوکړه ددې لپاره یو مهم پرمختګ و، خو په کابل کې چارواکو دا چاره له سره پر خپل زیان ګڼله او د سولې پر ځای یې تر ډېره د خپل واک پر تدوام او یا هم پر داسې خبرو ټینګار کاوه چې دوی ته په یو ډول په واک کې د پاتې کېدو زمینه برابره کړي. له همدې امله یې شپږ میاشتې د پنځه زره بندیانو خوشې کول وځنډول، مذاکراتي پلاوی یې له سختو جنجالونو او فشارونو وروسته په ډېر ځند سره وټاکه، خو بیا هم پلاوی پر خپلمنځي اختلاف اخته، له سولې ضد څېرو ډک او  بې صلاحیته و چې د داسې مهمو خبرو د پرمخ وړلو وړتیا او صلاحیت یې نه لاره. ددې ترڅنګ امریکايي اړخ هم د ځواکونو په وتلو کې درې میاشتې ځند وکړ او د هوکړې خلاف یې هوايي بریونه هم وکړل. دې چارې امارت ته هم پلمه په لاس ورکړه او پر جګړه یې ټینګار وکړ، چې پایله یې د پخواني حکومت یومخیز سقوط شوه.

اسلامي امارت له امریکا غواړي چې دا هوکړه عملي کړي او له تور لېسته د امارت د مشرانو د ایستلو په ګډون نور ګامونه هم واخلي، خو امریکا دا کار نه دی کړی او آن پر اسلامي امارت یې نوي محدودیتونه لګولي دي. له دې سره هممهاله د پخواني حکومت چارواکي او سیاستوال بیا له اسلامي امارت څخه غواړي چې د هوکړې پر اساس بین الافغاني مذاکرات وکړي، موقت حکومت اعلان کړي او له نورو اړخونو سره په ګډه د یو نوي نظام د جوړولو لپاره را مخکې شي، خو اسلامي امارت دې چارې ته زړه نه ښه کوي‌ او دا بحث ختم شوی ګڼي. له همدې امله اسلامي امارت له امریکا او پخواني چارواکي او سیاستوال له اسلامي امارت سره په لانجه کې دي.

اوس اسلامي امارت او ټولو افغانانو ته پکار ده چې د دوحې له هوکړې زده‌کړه وکړي، بهرنیان هېڅ لوري ته تر پایه وفادار نه وي، دوی باید له یو بل سره خپل اختلافونه کم کړي، سره نږدې شي، یو بل ومني او په ګډه د یوه پیاوړي نظام د جوړېدو لپاره کار وکړي،‌ څو موږ بیا هېڅکله خپلمنځي جګړې ته ور ونه ګرځو.

Previous Post

کرملین: روسیه هر ډول بندیزونو ته چمتو ده

Next Post

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بایډن پر روسیې د نورو بندیزونو په اړهG7 هېوادونو سره غږېږي

بایډن پر روسیې د نورو بندیزونو په اړهG7 هېوادونو سره غږېږي

مې 5, 2022
چین به د کرونا وبا ضد تدبیرونو اصلاحاتو ته دوام ورکړي

چین به د کرونا وبا ضد تدبیرونو اصلاحاتو ته دوام ورکړي

جنوري 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved