سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
in ليکنې او تحلیلونه
0
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

لیکنه: امنه عزیزي

له پاکستانه جبري راستنېدونکي افغان کډوال په هېواد کې د سرپناه له ستونزې سره مخ دي. د تورخم فرضي کرښې له لارې ننګرهار ته راغلي هېوادوال د سرپناه په ځانګړې توګه د کرایې کورونو د پیدا کولو لپاره سرګردانه دي. د کرایي کورونو کمښت او د کورونو د څښتنانو له خوا د کرایو لوړوالی هغه لویې ستونزې دي چې هېواد ته راستانه شوي یې اندېښمن کړي دي. له پاکستانه راستون شوی ضیا وایي، «اونۍ کیږي چې هېواد ته راغلي، جلال آباد ښار کې د کور پيدا کول بیخي ستونزمن دي. کله چې پاکستان کې و میاشت کې مخکې مو هېواد کې د خپلوانو په مرسته د کور پیدا کولو لپاره هڅه شروع کړې وه خو پیدا مو نه کړ او کوم چې وو ډیر ګران وو، په مناسبه بیه اوس د کور پیدا کول بېخي سخته ده ځکه مخکې که په پنځه زره افغانۍ کور و، اوس په شل زره هم نه پیدا کیږي. حتی څو- څو ځله مو د کرايې د لوړېدو له امله کور پرېښی دی.» ضیا وایي، دې حالت یې پر کورنۍ په ځانګړې توګه په ماشومانو بد اغېز کړی او زیاتوي:«هېواد کې روان وضعیت بیخي روانې ناروغان کړو. جوړ کورونه مو پریښودل او یو داسې وطن ته راغلو چې د سرپنا پیدا کول په کې تر هر څه ستونزمن دي. د ماشومانو په ځانګړې توګه د خویندو زده کړې مو نیمګړې پاتې شوې، دلته یې هم راتلونکی نامعلوم دی. ورځنی ژوند مو لکه تیاره شپه؛ کاروبار مو پریښودو، د کار کولو کوم څه نه لرو او بیکاري او غربت خو وطن کې لا له مخکې و، له ډیر بد وضیعت تیریږو.» راستنېدونکي هېوادوال همدارنګه نیوکه کوي چې د حکومت یا مرستندویه ادارو له لوري ورسره د سرپناه په برخه کې مرسته نه ده شوې بلکې برعکس کرایې پرې هم لوړې شوې دي. هېواد ته راستون شوی نصرالله سالک وایي، اوس مهال یې د ورځني عاید هېڅ لاره چاره نشته خو بیا یې هم د کور کرایه ۱۲ زره افغانۍ ده. د نوموړي په وینا: «د کورونو څښتنان له کډوالو سره هېڅ همکاري نه کوي. وایې که په دې کرایه دې خوښ نه وي سل نور خلک شته. چلند یې ډیر ناوړه دی. حتی یو کور واله سره مو خبره وکړه په سبا یې ویل چې کرایه به دومره راکوئ، لوړه وه کور مو ورته پریښودو.» راستانه شوي هېوادوال وایي، د دوی راتګ د کورونو د څښتنانو لپاره طلایي فرصت دی څو له دوی پیسې وګټي. قیام الدین ستوری د کورونو د کرایو د لوړوالي لامل د کډوالو راتګ بولي او وایي، د کډوالو بیرته راتګ اوس مهال د کورونو څښتنانو ته ښه فرصت دی چې پیسې وګټي، خیر دی نو که هېوادوال یې کور او کاروبار پریښی او د الله نه پرته بله هیڅ هیله نه لري. ښاغلی ستوری له حکومت غواړي چې له راستنېدونکو سره د کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي او زیاتوي:«مرستندویه بنسټونه دې راستنېدونکو هېوادوالو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو کې مرسته وکړي. او له هر څه مهمه دا چې د زده کړو زمینه دې برابره کړي. له حکومت مو جدي غوښتنه او هیله ده چې زموږ خویندو ته د زده کړو اجازه ورکړي.» په ورته وخت، په جلال آباد ښار کې د معاملاتو د لارښوونې او املاکو د دفترونو مسوولین وایي، د پخوا په پرتله د کورونو کرایې لوړې شوي چې لامل یې د کورونو کمښت او هېواد ته د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی دی. د املاکو د یو ځایي دفتر مسوول هدایت الله باوري وایي: «په رښتیا هم د کورونو کرایې لوړې شوي، ځکه د راستنېدونکو شمېر زیات شوی، ډېری کورنۍ جلال آباد کې پاتې کیږي، کورونه کم شوي او تر ټولو مهمه دا چې د نویو کورونو په آبادولو بندیز دی. پخوا به هر ځای کې د آبادولو اجازه وه که دښته به وه، که د سیند غاړه به وه، خلکو کولو شو کور جوړ کړي، خو اوس د نویو آبادیو اجازه نه ورکوي او نه خلک دومره پیسې لري چې لوړ منزلونه جوړ کړي.» ښاغلی باوري زیاتوي چې اوس په جلال آباد ښار کې کورونه په کېټګوریو وېشل شوي، هغه کورونه چې ډېرې خونې ولري، شنه ساحه او نور سهولتونه؛ نو کرایې یې لوړې دي. د نوموړي په وینا: «د ښار له لومړۍ تر اوومې ناحیې هر کور چې یوه خونه ولري، ځانګړی او ښکلی کور وي، آیرکنډېشن ولري، ښه المارۍ ولري، شنه ساحه او د موټر تم ځای ولري کرایه یې درې زره افغانۍ ده. په همدې ډول د ډېرو او کمو خونو او ځانګړی او عادي کور کرایه توپیر لري.» خو راستانه شوي هېواد وال وایي، حتی د شپږو خونو کور هم په شل زره افغانۍ ورکول کیږي. بل لور، دا چې حکومت د راستنېدونکو کډوالو لپاره کوم تدابیر او آسانتیاوې په پام کې لري، په دې اړه مو د ننګرهار د کډوالو ریاست وپوښت خو د دوه اوونیو په تېرېدو سره هم ونه توانېدو معلومات ترلاسه کړو.

Previous Post

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Next Post

غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
د تایوان د بېرته وصلېدو تاریخي به یاد ساتل، د سیمې سوله او ثبات ساتنه
ليکنې او تحلیلونه

د تایوان د بېرته وصلېدو تاریخي به یاد ساتل، د سیمې سوله او ثبات ساتنه

by Spogmai Radio
دسمبر 2, 2025
Next Post
غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين او برازيل به خپلمنځي اړيکې نورې هم نږدې کړي

چين او برازيل به خپلمنځي اړيکې نورې هم نږدې کړي

نوومبر 23, 2024
د چین د بهرنیو چارو وزیر: غزه د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده

د چین د بهرنیو چارو وزیر: غزه د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده

مارچ 10, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved