د روسیې او اوکراین په تازه متقابلو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د اوکراین چارواکو ویلي، د روسیې په بریدونو کې د ژاپورېژیا، اودېسا، خارکېف او دونېڅک سیمې زیانمنې شوې دي. په دغو بریدونو کې ملکي ودانیو ته هم زیان اوښتی او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي. بل لور ته، د روسیې بېلګورود سیمه او د مسکو تر کنټرول لاندې دونېڅک برخې هم د اوکرایني بریدونو هدف ګرځېدلې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري او پر ښارونو او سرحدي سیمو د بریدونو لړۍ روانه ده.











