په قبایلي سیمو کې د نوې جګړې د پیل تابیا روانه ده. د پښتونژغورنې نړیوال غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستانی پوځ تازه تازه ددې تابیا کوي چې په قبایلي سیمو کې نوې جګړه پيل کړي.
هغه زیاتوي چې تر دې دمه لا د تېرې جګړې د قربانیانو برخلیک روښانه شوی نه دی او چا ورته اوښتي زیانونه نه دي جبران کړي چې پاکستان پرې د بلې جګړې د تپلو هڅه کوي.
پښتین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې پاکستاني پوځيانو په ځینو سیمو کې دعملیاتو خبر ورکړی دی او وایي چې په دې عملیاتو کې یې وسله وال هم وژلي دي.
































