چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې ورکې هڅې او د جګړې زیاتوالی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 25, 2021
in تبصرې
0
د سولې ورکې هڅې او د جګړې زیاتوالی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پرله پسې جګړو، نښتو او چاودنو خبرونه دي. هره ورځ د لسګونو امنیتي ځواکونو او طالبانو د وژلو ادعاوې کېږي. د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف جګړه زیاته شوې، چې پکې د ښکېلو لورو ترڅنګ هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي هم وژل کېږي. له دې سره د سولې هڅې هم په ټپه ولاړې ښکاري. نه یوازې د سولې خبرې روانې نه دي، بلکې ښکاري چې له جدي خنډونو سره هم مخ شوي دي.

د سولې ټولې هڅې ولاړې ښکاري، ځکه چې د استانبول غونډه ځنډېدلې او په دوحه کې هم خبرې نشته. له دې سره هم‌مهاله دواړه لوري د جګړې ادبیات هم کاروي. جګړه زیاته شوې او وېره ده چې لا به زیاته شي. طالبان له دې امله له خبرو په شا شوي، چې وايي امریکا ورسره ژمنې نه دي عملي کړي او دولت بیا طالبان ملامتوي چې له حکومت سره له خبرو تښتي او د سولې اراده نه لري. امریکايي ځواکونه تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي او که تر دې وخته د سولې په برخه کې اساسي پرمختګ ونه شي، نو د لا زیاتې سختې او خونړۍ جګړې وېره ده. د دې حالت د ماتولو لپاره دواړه اړخونه باید نرمښت وښيي. د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ باید پیل شي او له ملګرو ملتونو هم وغوښتل شي چې طالب مشران له تور لېست څخه وباسي. له دې سره سم طالبان باید اوربند وکړي او په دې ډول د سولې په برخه کې یو مهم پرمختګ وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوس مهمه دا ده چې دواړه لوري پر دې ولس زړه وخوږوي او پرېږدي چې په جګړه او غربت کې را ګیر ولس لږ د ارام ساه واخلي. اوس د ضد وخت نه دی او دا ضد د افغانانو د وینې تویېدنې او وژنې د دوام سبب ګرځي. دا هغه وخت دی چې هر لوری له خپله اړخه باید حسن نیت وښيي. طالبان دې د یو څه وخت لپاره د حکومت کړنې هېرې کړي، له خپله اړخه دې تاوتریخوالی کم کړي او ولس او نړۍ ته دې وښيي چې دوی د سولې غوښتونکي دي. حکومت دې هم د طالبانو بریدونه هېر کړي، د بندیانو د خوشې کولو پروسه دې پیل کړي او له خپله اړخه دې د سولې ضد څرګندونه او دریځونه پرېږدي. که یو لوری هم یو اړخیز مثبت ګامونه واخلي، بل لوری به مجبور شي، چې مثبت ګامونه واخلي. اوس د جګړې له ښکېلو اړخونو یو مثبت او د سولې حرکت هم مهم دی او مخامخ د باور په زیاتولو او د جګړې په کمولو کې رول لري. له همدې امله پکار ده چې دواړه اړخونه له خپله اړخه د مثبتو ګامونو په اخیستو او د حسن نیت په ښکاره کولو کې سیالي وکړي.

د ښکېلو اړخونو اوسني دریځونه د جګړې دوام سبب شوي دي. پر دغو دریځونو ټینګار به جګړه وغځوي او د سولې په برخه کې به خنډونه هم زیات کړي. د دې وېره هم شته چې د دغه حالت دوام به یو مخ د سولې پروسې د له منځه تللو او د جګړې پخواني حالت ته د ور ګرځېدو سبب شي. له همدې امله پکار ده چې د سولې له اوسني فرصت څخه ګټه واخیستل شي او د جګړې مخه ونیول شي.

Previous Post

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۴ لکو ټنو ډېر توکي صادر شوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره چټک تیاری روان دی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شتمن کېدو لپاره خطر قبلول اړین دي

د شتمن کېدو لپاره خطر قبلول اړین دي

اگست 11, 2020
هند د کابل له اندراګاندي روغتون سره د درملو مرسته وکړه

هند د کابل له اندراګاندي روغتون سره د درملو مرسته وکړه

اگست 21, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved