چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د سيمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي: د چين د ګډې سمسورتيا او عصريتوب کيلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 8, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د عصري کېدو بهیر په پرمخبېولو کې يوه ډېره مهمه ستراتېژي عملي کوي، چې د سيمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي نومېږي. دغه ستراتېژي د اقتصاد په اړه د شي جين پينګ د افکارو يوه مفصله عملي بېلګه ده. مونږ نن د دې ستراتېژۍ په اړه توضيحات ورکوو، چې دا څه ډول ستراتېژي ده او ولې او څنګه عملي کېږي؟

چين د رنګين «جنجالک» په شان دی، ختیځ يې د سمندر پر غاړه دی، ښارونو یې ډېر عصري پرمختګ موندلی، مرکزي او لوېديځې سیمې يې غني ايکولوژيکي او کلتوري شتمنۍ لري، شمال ختیځ يې د پولادو او اوسپنو د صنعت ستره پراختيا ليدلې او جنوب يې، چې پخوا هلته يوازې کب نيوونکي کلي وو، اوس پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدل شوی دی او دا د دغه هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کېدو ډېره ښه نمونه بلل کېږي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د سيمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي د دې لپاره جوړه شوې، چې د «جنجالک» هره برخه رنګينه شي او په ګډه ډېر ښکلی او عالي انځور جوړ کړي، څو ګډه سمسورتيا ومومي.

د سيمه يیز همغږي پرمختګ ستراتېژي کومې ستونزې هواروي؟

چين د څلورو لسيزو د چټک پرمختګ ترڅنګ له ځينو سختو ستونزو سره هم مخ شوی دی. کله به چې د چين د ختيځ اوسېدونکو عصري او پرمختللي برېښنايي تاسیسات کارول، نو د لوېديځو کليوالو سيمو خلکو به یې يوازې شمعې کارولې.

که د چين د درېيو ځايونو (بېجينګ، تيانجين او هه بې) اوسېدونکي وغواړي، په همدې لویې سیمې کې له يوه ځايه بل ځای ته ولاړ شي، نو په ګړندي اورګاډي کې به يوازې نيم ساعت مزل ته اړتيا ولري. دغه درې ځايونه په جغرافيايي لحاظ يو بل ته نږدې دي، خو د پرمختګ په برخه کې یو بل سره لوی واټن لري.

دغسې غير متوازن پرمختګ د يو داسې سړي په شان دی، چې دوه پښې يې ډېر فرق لري او ګړندي ګامونه نه شي اخیستلی او ښايي د بدن نورې برخې يې هم ناروغې شي.

کنفوسيوس فلسفه د اندېښنې وړ ستونزه کمه شتمني نه، بلکې غير متوازن پرمختګ بولي او نسبتاً توازن تعقیبوي. د سيمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي د سيمو ترمنځ د پرمختګ واټن او فاصلې کموي او د لوی غير متوازن پرمختګ مخه نيسي، څو د بېلا بېلو سيمو خلک د پرمختګ د ګټو له نعمته عادلانه برخمن شي.

د سيمه يیز همغږي پرمختګ ستراتېژي څنګه عملي کېږي؟

چينايان له تېرو ۵۰۰۰ کالونو راهیسې سیسټماتيکه  نظريه لري او د هرې زمانې مشرتابه يې د حکومتوالۍ جامع پلانونو ته ډېره پاملرنه کوي. نن د دغه هېواد حکومت هڅې کوي، چې د هېواد په کچه لوی بازار او د ګړنديو رېل پټليو بشپړه شبکه جوړه کړي او همدغه چاره د حکومتوالۍ په برخه کې د چينايانو د سيسټماتیکې نظريې د عملي کېدو ښه ښکارندويي کوي.

چینايان همغږي ډېره مهمه بولي، کورنۍ يې ورورګلوۍ او خپلوانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د هېواد مشرتابه يې د هېواد په مديريت کې د بېلا بېلو سيمو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته ډېره پاملرنه وي او بېلا بېلې سيمې هڅوي، چې سرچېنې په همغږۍ وويشي، د چاپېريال د ککړتيا ستونزې د هوارې لپاره ګډې هڅې وکړي او د پرمختګ ګټې شريکې کړي.

چينايان په هغې فلسفې هم باور لري، چې له مخې يې بېلا بېل ځايونه له خپلو ځانګړتياوو او وضعيت سره سم مناسبې پرمختيايي لارې وهي، نو ځکه د دغه هېواد د يانګځه سيند جنوبي سيمه ډيجيټل اقتصاد ته وده ورکوي، د هېواد په لوېديځ د (ژېړې خاورې) لوړې اوسېدونکي غلې دانې کري او د شمال ختيځ خلک يې بيا د نوي کيفيت د توليدي ځواک پرمټ پخواني صنعتي مرکزونه اصلاح کوي، څو ښه عصري صنعتي سیسټم ولري. د چينايانو د هڅو په نتيجه کې د دغه هېواد بېلا بېلو سيمو له خپلو برتريو ګټې پورته کړي او خپلو ځانګړو سکټورونو ته يې وده ورکړې، څو باکيفيته پرمختګ ومومي.

د سيمه يیز همغږي پرمختګ بېلګې

بېجينګ ښار، تيانجين ښار او هه بې ولایت کې د سيمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي پلې شوې او ښه نتيجه يې ورکړې ده. دغه درې ځايونه ټولټال ۲۱۶ زره کيلومتره مربع پراخوالی لري، چې پخوا د سرچېنو د ډېر تمرکز له کبله د غیر متوازن پرمختګ ستونزې سره مخ وو او وروسته يې د همغږي پرمختګ د ستراتېژۍ په رڼا کې همغږی پرمختګ موندلی دی.

په بېجينګ ښار کې د کوچنيو توليداتو د عمده فروشۍ بازار سوداګر هه بې ولایت ته کډه شوي او انلاين سوداګري يې هلته پيل او ښې ګټې يې ترلاسه کړې دي. په بېجينګ کې د جونګ ګوان څون ټېکالوژيکي زون تصديو خپل علمي او ټېکنالوژيکي پلانونه په تيانجين ښار کې ازمويلي او بيا وروسته يې نوې جوړې شوې ټېکنالوژۍ د هه بې ولایت په توليدي صنعت کې کارولي او باکيفيته او ارزښتناک توليدات يې جوړ کړي دي.

 لويې ترافيکي شبکې د دغو دريو ځايونو ترمنځ تګ راتګ ډېر اسانه کړی دی. د بېلګې په توګه، د تيانجين يو سړی کولی شي، چې سباناری په خپل کور کې وخوري او بيا د کار او په غونډې کې د ګډون په پار بېجينګ ته ولاړ شي او هلته د کار له پای ته رسېدو وروسته په مازديګر کې د هه بې ولایت د جانګ جيا کو ښار د سکي وهلو ميدان ته ولاړ شي او هلته له ورزش خوند واخلي. په دغو دريو ځايونو کې ډېر خلک په ګړنديو اورګاډو کې تګ راتګ کوي او همداسې اسانه ژوند او کار کوي.

دغه درې ځايونه په ګډو هڅو د ايکولوژيکي چاپېريال په ښه والي کې هم ډېرې لاسته راوړنې لري. هغوی د هوا د کيفيت د څار ګډ نظارتي سيسټم جوړ کړی او د کاربن د ايستنې اندازې د کموالي يو معيار يې تعقیب کړی، چې پدې سره يې د هوا کيفيت ډېر ښه شوی دی.

د سمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي پدې مانا نه ده، چې هر شی باید په اوسط ډول وويشل شي، بلکې پدې مانا ده، چې نوی فرصتونه باید رامنځته شي. د بېلګې په توګه په شانګهای ښار کې پیاوړو تصديو د هېواد په شمال لوېديځ شينجيانګ سيمه کې خپلې نوې فابريکې جوړې کړي او له دې لارې يې د توليد لګښت کم کړی او د شينجيانګ اوسېدونکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي. د ګوانګ دونګ – هانکانګ – مکاو لوی خليج علمي څېړنيز ځواکونه مدغم شوي او پدې سره د ډي جۍ ايي(DJI) ډرونونو برانډ په ګډون يو شمېر مخکښ برانډونه رامنځته شوي دي.

د چين د ختيځې برخې تجربې، د مرکزي برخې توليدي ظرفيت او د لوېديځې برخې سرچېنې په همغږۍ او ادعام کارول شوي، چې پر مټ يې د دغه هېواد اقتصاد د خطرونو د مخنيوي قوت خپل کړی او ډېر پياوړی شوی دی.

چينايان له هغو تجربو چې له زرګونو کلونو راهیسې يې راټولې کړي، کار اخلي او په نوې زمانه کې د هېواد د عصري کېدو ستونزې هواروي. د چين د سيمه ييز همغږي پرمختګ ستراتېژي د يوې طلايي کيلۍ رول لوبوي او د چينايانو د ګډې سمسورتيا په لور د عصريتوب دروازه خلاصوي.

Previous Post

چین به د امریکا د تعرفو له سختېدو سره تر پایه مبارزه وکړي

Next Post

بېجينګ د ځواکمن زراعتي هېواد د چټکې ابادۍ پلان (۲۰۲۴ ـ ۲۰۳۵م کال) خپور کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
بېجينګ د ځواکمن زراعتي هېواد د چټکې ابادۍ پلان (۲۰۲۴ ـ ۲۰۳۵م کال) خپور کړ

بېجينګ د ځواکمن زراعتي هېواد د چټکې ابادۍ پلان (۲۰۲۴ ـ ۲۰۳۵م کال) خپور کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجینګ ۵۰ بهرنيو کارپوهانو ته د حکومت دوستۍ جايزې ورکړې

فبروري 5, 2024
سوداګرۍ وزارت: له پاکستان سره سوداګرۍ نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

سوداګرۍ وزارت: له پاکستان سره سوداګرۍ نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

جولای 13, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved