چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د شانګهای ناسته؛ د سیمې د یووالي نوې هیلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 26, 2025
in تبصرې
0
د ایران له خوا د افغان کډوالو د مالي حقونو غصب د منلو نه دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د شانګهای د همکاریو د سازمان راتلونکې ناسته د سیمې د هېوادونو لپاره د یوه داسې تاریخي فرصت په توګه را من‍ځته شوې ده چې د سیمې د یووالي او پیاوړتیا لپاره تر بل هر وخت زیات زمینه برابره شوې ده. د اوسنیو جیوپولیټیکي بدلونونو او نړیوالو سیالیو په رڼا کې، د شانګهای د سازمان اهمیت ورځ تر بلې زیاتېږي او دا ناسته د دې لپاره ارزښت لري چې د سیمې هېوادونه کولی شي خپلې ګډې ګټې، ستونزې او اړتیاوې په یوه ګډه ژبه مطرح کړي او د یو بل تر څنګ د عملي تګلارو پر بنسټ کار وکړي.
په دې وروستیو کې هند او چین، سره له اوږدو اختلافاتو، ورو ورو دې پایلې ته رسېدلي چې د سیمه ییزو همکاریو لپاره د ګډو ګټو پر محور فکر وکړي. نن چې د هند او چین نږدېوالي یو ځل بیا د خبرو اترو او همکاریو لوری نیولی، دا د شانګهای په سازمان کې د یو نوي ډاډمنتیا فضا رامنځته کوي. له بلې خوا د امریکا له خوا له هند سره سوړ چلند ددې لامل شوی چې نوی ډیلي د خپلې راتلونکې ستراتېژۍ په اړه د سیمې په لور ډېر پام واړوي. همدا وضعیت هند او چین ته د فرصت دروازې پرانیزي چې د سیمې لپاره د یووالي او همکارۍ په برخه کې ګډ رول ولوبوي او د شانګهای سازمان د یو اغېزناک ځواک په توګه لا پیاوړی کړي.
د افغانستان رول په دې ټولو معادلو کې ستر اهمیت لري. افغانستان د جغرافیايي موقعیت له مخې د سیمې د هېوادونو د نښلولو طبیعي پُل دی او د انرژۍ، ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره نه یوازې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا بلکې د منځني ختیځ د هېوادونو لپاره هم د یو ستراتیژیک دهلیز حیثیت لري. د شانګهای سازمان راتلونکې ناسته باید افغانستان ته داسې یو ځای ورکړي چې د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پرمختګ برخه کې یې رول ته جدي پاملرنه وشي. که د افغانستان ظرفیتونه په سمه توګه وکارول شي، دا هېواد کولی شي د شانګهای د سازمان د بریا لپاره مهم ګام واخلي.
روسېه هم ددې سازمان په دننه کې خپل ځای لري. د نړیوالو فشارونو او لوېدیځو بندیزونو پر وړاندې، مسکو د شانګهای سازمان ته د یوه عملي چوکاټ په توګه ګوري چې د نړیوالو سیالیو په میدان کې د بدیل ځواک په توګه وځلېږي. د روسیې حضور ددې سازمان په پیاوړتیا کې نه یوازې د توازن ساتلو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې هېوادونو ته دا پیغام ورکوي چې د یو اړخیزو فشارونو پر وړاندې د ګډ دریځ نیول یوازینی حل لاره ده.
بله مهمه خبره دا ده چې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وروستي سفرونه هند او افغانستان ته د شانګهای د راتلونکې ناستې پر فضا یو مثبت سیوری غوړولی دی. دغه سفرونه دا ښيي چې پیکنګ غواړي د سیمې پر هېوادونو د اعتماد کچه لوړه کړي او د ګډو همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي. د چین ډیپلوماتیک تحرکات نه یوازې د هند او افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره د ګډ پرمختګ یو مهم سیګنال دی.
په ټوله کې، د شانګهای د سازمان راتلونکې ناسته د سیمې د هېوادونو لپاره د یوې نوې اجماع د پیل کیدلو چانس دی. که هند او چین په ګډه د همکارۍ لوری ونیسي، روسیه د توازن رول ولوبوي، افغانستان ته د یوه مهم غړي په سترګه وکتل شي او د نورو هېوادونو د ګډو ګټو په رڼا کې عملي میکانیزمونه رامنځته شي، نو دا سازمان کولی شي د نړیوالو معادلو په بدلون کې د سیمې لپاره د ثبات، پرمختګ او یووالي یو پیاوړی چوکاټ وګرځي.

Previous Post

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې۴۱۳ زره ټنه انتقالات شوي

Next Post

د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره اعلان شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره اعلان شوه

د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره اعلان شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د متقي په مشرۍ افغان پلاوی ترکیې ته روان شو

اکتوبر 14, 2021
سومالیا کې د موټر بم بریدونو له امله ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سومالیا کې د موټر بم بریدونو له امله ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اکتوبر 4, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved