سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د شانګهای همکارۍ سازمان دې په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 16, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د شانګهای همکارۍ سازمان دې په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

روانه اوونۍ د شانګهای همکارۍ سازمان  سرمشريزه د ازبکستان په لرغوني ښار سمرقند کې تر سره کيږي.د نړیوال وضعيت په بدلېدو سره دغه سازمان په نړۍ کې یو اغيزلرونکی نړيوال سازمان ګرځيدلی دی. په ورته وخت کې لازيات هېوادونه د دې سازمان د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ ګډو برياليتوبونو د روحيې په رڼا کې هيله لري چې په دې سازمان کې برخه واخلي. افغانستان د دې سازمان ناظر غړی دی او غړي هېوادونه د دې هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره هڅې کوي. د دې سرمشريزې د جوړېدو په اړه د افغانستان د طلوع نيوز تلويزيون خبريال عمران دانش د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره په مرکه کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي.

 افغانستان له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دی او افغانان د پخوا په پرتله لازياتي اقتصادي ستونزې لري چې له دې کبله د لوږې مسئله لا سخته شوې ده. افغانان هيله لري چې نړيواله ټولنه دې اوسنی حکومت په رسميت وپېژني او په دې سره به شته ستونزې حل شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له همدې امله ډېری افغانان دغې سرمشريزې ته پاملرنه کوي. ښاغلي عمران دانش په دې اړه وويل:  «دغه سرمشريزه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه ټول ګډونوال هېوادونه يې د افغانستان ستراتيژيک ملګري دي او د هېواد له اوسني سرپرست حکومت سره ښې اړيکې لري. هغه هيله وښوده چې افغانستان په دې مهمه غونډه کې برخه واخلي او پکې د خپلو موجودو مسئلو د حل او فصل او د اوسنيو ستونزو د لرې کولو لپاره له ګډونوالو هېوادونو سره بحث وکړي.

حقيقت دا دی چې د افغانستان مسئله د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې سرمشريزې له پرانيستلو نه مخکې د ازبکستان په يوه ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله کې ليکلي چې افغانستان د چين او ازبکستان ګاونډی دی، نو يو سوله ييز، باثباته، پرمختللی او سمسور افغانستان د دواړو هېوادونو په ګټه دی. د چين او ازبکستان په شمول ګاونډي هېوادونه به يې د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې وکړي. ښاغلي عمران دانش په دې هکله وويل، اوس له افغاستان سره د چین، ازبکستان او د دې سازمان د نورو غړو هېوادونو مرستې د ستاينې وړ دي. دوی په دې سيمه کې د افغانستان د ښه ګاونډي رول ادا کوي. چين ته په کار ده چې په منظقه کې د یوه قوي هېواد په توګه هميشه د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت ترڅنګ ودريږي او د افغانستان مسئلې د حل او فصل لپاره مهم رول ولوبوي.

په افغانستان کې زياتره وګړي له بې وزلۍ او لوږۍ سره مخامخ دي، او د دې ستونزې حل لار اقتصادي وده ده. د ښاغلي عمران دانش په اند افغانستان تر بل هر وخت اوس اقتصادي همکارۍ ته ډېر ضرورت لري. د دې سرمشريزې غونډې نه مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضيايف په خپلو خبرو کې هغه ريل پټلۍ ياده کړې چې ترمز، مزارشريف، کابل او پېښور سره وصلوي، او ويې ويل چې د همدغو پروژو په پلي کولو سره به د افغانستان اقتصادي مسئلې حل شي چې دا به د سيمه ييز امنيت د ساتلو لپاره ګټور وي. په دې اړه ښاغلي عمران دانش وويل، د دغې ريل پټلۍ پروژه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ګڼل کيږي او بايد په دې برخه کې عاجل او مهم تصميمونه ونيول شي. د شانګهای همکارۍ سازمان بايد پر دې پروژې سربېره له افغانستان سره د نورو پروژو په تطبيق کې چې لکه د کاسا زر پروژه، همدا ډول د ټاپي او نورو پروژو تطبيق دی او بايد دغه ټول هېوادونه پکې برخه واخلي او په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي.

ښاغلي دانش د مرکې په پای کې زياته کړه، د افغانستان امنيت د ټولې نړۍ په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو لپاره ډېر مهم دی. نو تمه دا ده چې په دې سرمشريزه کې د افغانستان د پرمختګ او ثبات او امنيت په هکله ښې پرېکړې وشي.

Previous Post

اردوغان: د اوکراین جګړه باید پای ومومي

Next Post

د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ او همکارۍ نوې پاڼه پرانيزي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د شانګهای همکارۍ سازمان دې په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي

د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ او همکارۍ نوې پاڼه پرانيزي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

نوومبر 4, 2020
په شل اوريزه لوبلړۍ کې انګلستان جنوبي افريقا وايټ واش کړه

په شل اوريزه لوبلړۍ کې انګلستان جنوبي افريقا وايټ واش کړه

دسمبر 2, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ