چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 4, 2020
in روغتیا او ژوند
0
هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له نورو څخه تمه لرل د دې سبب ګرځي، چې تل مشخصې پایلې وغواړی، چې له دې امله د نویو فرصتونو لپاره ډېر کم وخت پاتې کېږي. که تل له نورو څخه تمه ولری، نو طبیعي ده چې په پرله‌پسې توګه له ناهیلۍ سره لاس و ګرېوان یاست، ځکه ډېر کم داسې پېښېږي چې دا تمې مو پوره شي. موږ ټول پوهېږو چې نه شو کولای د ژوند ټولې چارې کنټرول کړو او دا تمه ولرو چې ټول زموږ له غوښتنې سره سم چلند وکړي.

فرض کړئ که تاسې یوڅه زده کړئ، څه به پېښ شي؟ که له نورو څخه تمه ونه لری، په ژوند کې به مو کوم مثبت او په زړه پورې بدلونونه رامنځ ته شي؟ ځواب دا دی چې بیخي ډېر بدلونونه به راشي.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

۱ـ دا تمه مه کوئ چې نور تاسو ته ویاړ او اعتبار درکړي

ستاسو ارزښت او اعتبار ستاسو په دننه کې دی، نور انسانان خپل ژوند لري او په خپله ډېر مسوولیتونه او اړتیاوې لري. هغوی ستاسو په څېر بوختیاوې لري او اړ نه دي، چې ستاسو ارزښت او اعتبار تایید کړي.

هغه څه چې وایي او هغه کار چې تر سره کوي یې، یوازې د خپلو نظریاتو انعکاس یې دی او نباید د هغوی او د خپلو غوښتنو تر منځ تېروتنه وکړئ، تاسو هم په خپلو چلندونو او کړنو سره خپل ځان ته اعتبار ورکړئ او دې په تمه مه پاتې کېږئ، چې نور د خپلو غوښتنو پر بنسټ تاسو ته امتیاز او ارزښت درکړي.

۲- دا تمه مه کوئ چې نور تاسو وهڅوي او ومو ستایي

ښایي تاسو وستایل شی او یاهم ونه ستایل شی، خو نه شی کولای چې خپل ځان د نورو له هڅونو سره وتړی، که کوم ښه کار تر سره کړی او د نورو له خوا ستایلو ته په تمه پاتې شی، نو خپل ځان به له ناهیلۍ سره مخ کړی، نو د نورو لخوا د خپل ځان د ستایلو او هڅولو لپاره کوم کار مه تر سره کوئ؛ بلکې یوازې د خپل زړه د  غوښتنې پر بنسټ کار تر سره کړئ، څو ښه احساس ولری او له ځور او کړاو سره مخ نه شی.

کوم کار چې ستاسو له غوښتنې او باور سره همغږی وي، نو تاسو به خوشاله او راضي کړي، حتی که یو کس هم تاسو ونه ستایي، په خپله د خپل ځان هڅوونکی واوسئ، کله چې کوم ګام په سمه توګه پورته کوی، نو له خپلې مخې څخه خنډونه لرې کوئ یا پر نورو باندې مهرباني کوئ، خپل ځان په خپله وهڅوئ او وې ستایئ او دغه راز خپل ځان ته مکافات ورکړئ.

مهمه نه ده چې نور څه څیزونه ویني او ورته پام کوي، هغه څه چې ډېر زیات ارزښت لري، دا دي چې تاسو د خپل ځان په اړه څه فکر کوی، له خپل ځان سره هوکړه وکړئ چې له خپل ځان سره مثبتې خبرې اترې ولرئ او له دې لارې خپل ځان ته اعتبار ورکړئ.

۳- دا تمه مه کوئ چې نور تاسو ته انګېزه درکړي

هېڅوک نه شي کولای چې ستاسو په څېر، تاسو ته انګېزه درکړي، د بېلګې په توګه، یو دوست مو کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، کله چې بې حوصلې او ناهیلي یاست له خپله ځایه پورته شئ او یو ځل بیا یې پیل کړئ، خو نه شي کولای چې دې ته مو اړ کړي، چې له خپله ژونده خوند واخلئ، دا ستاسو مسوولیت دی چې موخه وټاکئ او هغې ته د رسېدو لپاره له لوړو او ژورو تېر شئ.

دا تمه مه لرئ چې یو بل شخص تاسو ته د انګېزې درکولو لپاره خپل وخت او انرژي مصرف کړي، اړتیا نشته چې موخه مو ډېره ستره وي، خو هرڅه چې ده، باید تاسو ته پرمختګ در په برخه کړي او پر ارزښتونو باندې مو یو ارزښت ور زیات کړي.

که کومه ستره موخه لری، نو هغه په کوچنیو او د لاسرسي وړ موخو باندې ووېشئ، په یوه ګوښه کې ناستی او د نورو لخوا د انګېزې د تر لاسه کولو لپاره په تمه پاتې کېدل به تاسو د میدان بایلونکی کړي. داسې یوه انګېزه په پام کې ونیسئ، چې تاسو له لټۍ او سستۍ څخه بهر کړي او دې ته مو اړ کړي چې د عمل میدان ته ور ودانګی.

۴- دا تمه مه کوئ چې نور تاسو درک کړي

هېڅوک اړ نه دي چې خپل ځان ستاسو پر ځای مېشت کړي، ستاسو شرایط درک کړي، یا ستاسو خبرو او د زړه خواله ته غوږ ونیسي. دا مه هېروئ چې د دې ټولو انسانانو تر منځ چې د ځمکې پرمخ ژوند کوي، داسې دوه کسان به پیدا نه کړی چې ژوند ته په یوه نظر وګوري او یو شان باورونه  ولري، نو دا تمه مه کوئ چې نور پر دې باندې پوه شي، چې ستاسو په ذهن او زړه کې څه تېرېږي.

دا سمه ده چې موږ داسې کسان پېژنو چې له موږ سره ډېر زیات فکري ورته والی لري او موږ درک کوي، خو دا پېښه نباید په تمې باندې بدله شي. دا ومنئ چې طبیعي ده، کله وخت نه شو کولای چې داسې کوم څوک پیدا کړو، چې موږ درک کړي او پوه شي. دا هڅه مه کوئ چې خپل افکار او باورنه پر نورو باندې ومنئ، اجازه ورکړئ چې هغوی خپل ژوند او د فکر بڼه ولري.

۵- دا تمه مه کوئ چې نور ستاسو د خوش بینۍ سبب شي

یوازې تاسو یاست چې کولای شی د خپل ژوند فرصتونه پیدا کړی او په خپلو اړیکو کې د سمو او مثبتو انسانانو پر لوري جذب شی. که دوست مو تل له خپلو نه لرونکو څیزونو او نیمګړتیاوو څخه شکایت کوي او ستاسو حالت خرابوي، دا تاسو یاست چې کولای شی له هغه سره خپلې اړیکې کمې کړئ.

نړۍ له داسې انسانانو ډکه ده چې تل شکایتونه کوي، دا تاسو یاست چې باید تصمیم ونیسئ، له منفي کسانو سره ډېر وخت تېر کړی او یا هم له خوشبینو کسانو سره. د فکر بڼه مو په خپل لاس کې ده او هېڅوک نه شي کولای دې ته مو اړ کړي، چې ښېګڼې ووینی یا بد ګړې.

۶- دا تمه مه کوئ چې نور تاسو خوشاله او راضي کړي

که هڅه وکړی چې د داسې یو کس په لټه کې واوسئ، چې تاسو ته له ژوند څخه خوښي او رضایت در په برخه کړي، نو په دې پوه شئ چې هڅه مو بې ګټې ده، هېڅ تمه مه لرئ چې یو بل کس دې ستاسو د خوښې په ټولو معیارونو باندې برابر وي او له ژونده ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ سبب دې شي. دا تاسو یاست چې له خپل ژوند څخه د خوښۍ او رضایت اسباب برابروی.

دا چې بریالي شوی، د نورو له تمې څخه لاس واخلئ، دې ته مو پام کېږي چې په سمه توګه له نورو سره د اړیکې ټینګښت څومره آسانه او خوندور دی او یوه دوه اړخیزه اړیکه چې د تمې پر بنسټ نه وي ولاړه، کولای شي چې راضي مو کړي.

لومړی خپله ستونزه له خپل ځان سره مشخصه کړئ او وګورئ، چې کومې وړتیاوې، کومې بوختیاوې او کوم تخنیکونه تاسو له خپل ژوند څخه راضي کوي، له دې وروسته له نورو سره له کومې تمې پرته د اړیکې د ټینګښت په لټه کې شئ.

ژباړه: عطامحمد میاخېل

Previous Post

پر کابل پوهنتون برید ولې د سولې ضد کارول کېږي؟

Next Post

طالبان او حکومت یو بل د جګړو په اوږدولو او ملکي مرګ ژوبله تورنوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
طالبان او حکومت یو بل د جګړو په اوږدولو او ملکي مرګ ژوبله تورنوي

طالبان او حکومت یو بل د جګړو په اوږدولو او ملکي مرګ ژوبله تورنوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان امریکا ته د تلو په تمه افغان خبریالان له ایستلو مستثنا کړل

نوومبر 5, 2023
رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

د خبرو لپاره پر اجنډا اختلاف او حللاره

سپتمبر 14, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved