چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر کابل پوهنتون برید ولې د سولې ضد کارول کېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 4, 2020
in تبصرې
0
په امریکايي ټاکنو پورې زموږ تړلی برخلیک
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پر کابل پوهنتون وحشیانه او خونړی برید په نړیواله کچه غندل شوی او د دغه برید د عاملینو د پیدا کولو او محاکمې غږ شوی دی. وروستي معلومات دا دي چې په دغه برید کې ۲۲ کسان شهیدان شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي. شهیدان او ټپیان لویه برخه د عامه پالیسۍ محصلین دي. که څه هم د برید پړه داعش منلې ده، خو حکومتي چارواکي بیا بیا وايي چې برید طالبانو کړی او دوی یې له مسوولیت څخه ځان نه شي ژغورلی.

له دغه وحشت او جنایت سره هممهاله منظمه هڅه روانه ده چې له دې برید په استفادې سره د سولې پروسه تخریب شي او پر جګړه ټینګار وشي. له برید وروسته نامعلومو کسانو د کابل پوهنتون پر دېوالونو د سولې ضد او د روانو خبرو د قطع کولو شعارونه لیکلي وو. ورسره په ټولنیزو رسنیو او آن نورو رسنیو کې هم د سولې د خبرو د درولو او ناکامولو یو منظم کمپاین لیدل کېده. د برید د څرنګوالي او عاملینو په اړه شکونه او بې ځوابه پوښتنې یوه خوا او ورسره دا کمپاین بل خوا د یو پلان شوي کار دوه مخونه ښکاري. پر کابل پوهنتون د وحشیانو د برید یو اساسي هدف دا ګڼل کېده چې د سولې خبرې تر سیوري لاندې راولي او دا خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي. اوس هغوی چې له دې برید وروسته د سولې ضد کمپاین کوي، یا خو په ناپامۍ د برید کوونکو له هدف سره مرسته کوي او یا هم ځینې یې په شعوري او قصدي ډول دا کار کوي او ښايي د بریدکوونکو او د سولې ضد فعالینو ترمنځ کومه پلان شوې اړیکه هم وي. له برید وروسته د برید په ځای کې د طالبانو د بیرغ موندل کېدل او پر دېوالونو د داسې شعارونو لیکل چې ښيي په برید کې طالبان ښکېل وو، تر ډېره همداسې یوه هڅه ښکاري چې د سولې خبرو ته پرې زیان واړوي. دا نښې ښايي له برید وروسته هلته جوړې شوې وي او یا هم ښايي بریدګرو په قصدي او شعوري ډول داسې نښې پرې اېښي وي. اوس پوښتنه دا ده چې که برید طالبانو کړی و او انکار یې ترې کاوه، نو بیا یې نښې ولې پرېښودلې او که یې نښې پرېښودلې، نو بیا یې له بریده انکار ولې کاوه!؟ له همدې امله دا احتمال ډېر دی چې د وحشي بریدګرو، د برید د طراحانو او د سولې ضد کمپاین کوونکو ترمنځ د کوم پټ تړاو شونتیا شته.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پر کابل پوهنتون برید وحشت، جنایت او د ټولو ارزښتونو خلاف عمل و، خو ایا د سولې د خبرو درول او د جګړې دوام د دغه ډول بریدونو مخه نیولی شي؟ دا سمه ده چې د سولې خبرې اوس سمې نه دي روانې، خو دروازه پرانیستې ده او تمه ده چې مثبت بدلون به پکې راشي، بریالۍ به شي او موږ به یو مخ له دغسې بریدونو او وحشتونو خلاص شو، خو که خبرې ودرېږي، ناکامې شي، ډېر نور داسې بریدونه به وشي او موږ به بیا بیا د خپلو وروڼو او خویندو ویر کوو او هېڅ تضمین نشته چې په جګړه به د دغه حالت مخه ونیسو. له همدې امله د سولې ضد فعالیت پر پوهنتون له وحشي بریدګرو او د هغوی له ملاتړو سره مرسته ده او د سولې غږ د وحشي بریدګرو د ارمانونو او شومو موخو شنډول دي او دا د هر رښتیني افغان دنده ده چې د سولې غږ لوړ وساتي او په دې برخه کې تر خپلې وسې هڅې وکړي.

Previous Post

ون‌پلس نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

Next Post

هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین: افغانستان باثباته شوی او نړیوالې اړیکې یې پراخې شوي

چین: افغانستان باثباته شوی او نړیوالې اړیکې یې پراخې شوي

جون 9, 2026
امریکا کې د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي دي

امریکا کې د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي دي

اپریل 17, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved