چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2020
in تبصرې
0
د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ملګري ملتونه وایي چې د سولې د خبرو تر پيلېدو وروسته لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې کموالی نه دی راغلی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له لوري د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰ز کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي. یوناما طالبان او بیا حکومت د ډېرې ملکي مرګ ژولې عاملین ګڼي، خو پوښتنه دا ده چې نږدې شپږو زرو ملکي وګړو ته ولې او د څه لپاره مرګ ژوبله اوښتې ده!؟

لومړی خو دا شمېرې هغه دي چې یوناما را ټولې کړي دي، خو اټکل دی چې واقعي شمېرې به تر دې ډېرې لوړې وي؛ ځکه چې له یوه اړخه یوناما یو اړخیز چلند کوي او له بله اړخه د افغانستان ډېره برخه د یوناما او نورو څارونکو له سترګیو پټه ده. دویم دا چې د دې ټولې مرګ ژوبلې عاملین چې د جګړې اړخونه دي، نه مني چې ملکیان یې وژلي او یوازې مقابل اړخ تورنوي، خو واقعیت دا دی چې د جګړې دواړو اړخونو په قصدي ډول او په ځینو حالتونو کې په تېروتنه ملکي وګړي وژلي دي، خو بیا یې له خپلو کړنو یو مخ انکار کړی دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

روانه جګړه له هېڅ لوري او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده. کله چې طالبان له امریکایانو سره تړون کوي، نو بیا خو یې په کور دننه جګړه د توجیه وړ نه ده او که دوی هر څو دا توجیه کړي، خو هر څوک پوهېږي چې د دې جګړې مشروعیت نشته. له بله اړخه کله چې د طالبانو اصلي دښمنانو؛ طالبان ومنل، خبرو ته ورسره کښېناستل، د هغوی غوښتنې او شرایط یې ومنل او توافق یې ورسره وکړ، نو حکومت چې د دغو بهرنیانو په مرسته چلېږي او هغوی یې بنسټ اېښی، څنګه له طالبانو سره جګړه کوي او له هغوی سره توافق نه کوي!؟

طالبان باید ومني چې جګړه یې نوره له پخواني مشروعیت څخه لوېدلې ده او حکومت هم باید ومني چې طالبان نور نه ماتېدلی شي او نه هم هېرېدلی شي. له همدې امله دواړه اړخونه باید توافق وکړي او یو بل ومني. له دې پرته به جګړه دوام کوي، هغه جګړه کې یوازې په نهو میاشتو کې پکې شپږو زرو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې ده. د جګړې لوري د دې مرګ‌ژوبلې له دنیوي او آخروي دواړو مسوولیتونو ځان نه شي ژغورلی او په دې اړه به حتمي ځواب ویونکي وي. ستونزه په انکار هم نه حل کېږي چې دوی له دې مرګ ژوبلې انکار وکړي، ځکه خلک ویني چې څه ډول د دواړو لورو په بریدونو او جګړو کې ملکي وګړی وژل کېږي، ټپي کېږي او نور زیانونه ویني. له همدې امله دوی باید د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره اساسي کار وکړي او هغه د بین الافغاني خبرو پیل، کامیابي، د جګړې خاتمه او سوله ده.

Previous Post

د دوحې د سولې مذاکرات او د مرکچي پلاوي تاریخي مسوولیت

Next Post

کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی

کرنې ریاست: روان کال د ننګرهار د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له امریکا زرګونه هاموې ټانکونه په افغانستان کې پاتې دي

له امریکا زرګونه هاموې ټانکونه په افغانستان کې پاتې دي

مې 2, 2022
هند: په بغلان کې مو دوه تښتول شوي انجنیران خوشي شوي دي

هند: په بغلان کې مو دوه تښتول شوي انجنیران خوشي شوي دي

اگست 5, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved