سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د عمران خان څرګندونې او د افغانستان ‍د پیاوړي استازیتوب اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2021
in تبصرې
0
د افغانۍ د ارزښت ساتنې تر څنګ د نرخونو د کنټرول اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر خبرو ته غبرګونونه لا هم دوام لري. په کور دننه او بهر ګڼو سیاستوالو د عمران خان څرګندونې ناسمې ګڼلې دي او غندلي یې دي. عمران خان په افغانستان کې د ښځو د تعلیم ستونزه له پښتني کلتور سره تړلې ګڼلې وه او دغه راز تور یې لګولی و چې داعش په افغانستان کې فعال دی او له هغه ځایه پاکستان ته ستونزې جوړوي.

د عمران خان خبرې له څو اړخونو د اندېښنې او غندنې وړ دي:

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

لومړی دا چې پاکستان د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه و. دا غون‍ډه له افغانستان سره د بشري او نورو مرستو په موخه جوړه شوې وه. په داسې غونډه کې د افغانستان په تړاو دا ډول خبرې نه یوازې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف کار دی، بلکې یوه کوربه ته نه ښايي چې د خ‍پل مېلمه ‍په اړه داسې د کرکې څخه ‍ډکې او منفي څرګندونې وکړي. دویم دا چې ‍د پاکستان لومړی وزیر ولې د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه څرګندونې وکړي. که پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي، د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري، نو باید د افغانستان د کورنیو چارو ‍په اړه څرګندونې ونه کړي او بیا داسې ناسمې او منفي خبرې خو په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. درېیم دا چې په غون‍ډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون درلود، د افغانستان د ستونزو او مسایلو په تړاو باید هغه خبرې کړې وای، د هغه په حضور کې د افغانستان په تړاو دا ډول خبرې نه یوازې د اسلام‍‍ي امارت استازي، بلکې افغانستان ته هم سپکاوي و. څلورم دا چې د پاکستان کې لومړی وزیر یو کم‌لوستی انسان دی چې د افغانستان په اړه پوره معلومات نه لري او هغه تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه ډېرې ناسمې خبرې کړې دي. د بېلګې په ډول هغه «حقاني» د افغانستان یوه قبیله بللې وه، چې دا د هغه د جهالت او ناپوهۍ ښکاره ثبوت دی. پینځم دا چې د هغه خبرې ناسمې هم وې، ځکه همدا پښتانه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې هم اوسېږي، خو هلته تر ‍پنځوس میلیونه پ‍‍‍ښتانه دا ستونزه نه لري، خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو او پوهنتتونو ته لېږي، نو له ډیورن‍ډ کر‍ښې دېخوا پښتانه به ولې متفاوت وي، په داسې حال کې چې ټول افغانان دي، قوم،‌ ژبه، تاریخ، دین او ارزښتونه یې یو ډول دي. واقعیت دا دی چې دا د دولتونو تګلارې دي‌ او حالات دي‌ چې دا ډول ستونزې زیږوي. ګڼ نور دلایل هم شته چې پر اساس یې ویلی شو چې د عمران خان خبرې ناسمې او له کرکې، دښمنۍ او منافقت څخه ډکې وې.

اسلامي امارت ته پکار ده چې په نړیوالو دریځونو د افغانستان پیاوړی استازیتوب وکړي. نورو هېوادونو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان د کورنیو چارو په اړه څرګندونې وکړي او بیا په ځانګړي ډول پاکستاني چارواکي باید نور د افغانستان په تړاو له څرګندونو او استازیتوب څخه را وګرځول شي. اسلامي امارت باید د پاکستان د لاسوهنې او د‍ښمنۍ په اړه واضح دریځ ولري او په دې اړه د افغانستان د خلکو اراده تمثیل کړي.

 

 

Previous Post

فیليپین: د توپان له امله د مړو شمېر ۳۸۵ ته ورسېد

Next Post

واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د بندیزونو د ختمولو غوښتنې ډېرې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د بندیزونو د ختمولو غوښتنې ډېرې شوې

واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د بندیزونو د ختمولو غوښتنې ډېرې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پینګ د شان دونګ ولایت له ژي جاو ښار څخه لېدنه وکړه

شي جين پینګ د شان دونګ ولایت له ژي جاو ښار څخه لېدنه وکړه

مې 23, 2024

Slot Cave Of Gold By Beefee Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved