د غزني ښاروالۍ مسوولين وایي چې د روان کال تر دې دمه له دغه ښار څخه ۱۲۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د غزني ښاروال محمد نبي حمزه د ښاري وکيلانو په يوه غونډه کې ویلي، چې دغې اداره په تېرو ۹ مياشتو کې ١٢٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي. حمزه ویلي، چې روان کال یې په دغه ولایت کې د ۸۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۲۴ پروژې پلې کړي او پر ۷ پروژو کار روان دی چې د کال تر پایه به هغه هم بشپړې شي. هغه ژمنه کړې چې د یاد ولایت د ښاري حکومتولۍ، پرمختیايي، پاکوالي او لرغونتیا په برخه کې به د پخوا په پرتله زیاتې هڅې وکړي او د ښاري حالت د ښه والي لپاره به کار وکړي.












