چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د غیر مادي کلتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته د چين لومړی پسرلنی اختر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 30, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د غیر مادي کلتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته د چين لومړی پسرلنی اختر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين پسرلنی اختر د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د يونيسکو لخوا د غيرمادي کلتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شوی دی. د يونیسکو تر يادې پرېکړې وروسته لومړی پسرلنی اختر د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه و، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خوشحاله فضا احساس شوې ده او د سارو په توګه یې په سينګاپور کې د اختريزو توکو تود بازار، په ماليزيا کې د زمري نڅا، د الپاين (Alpine) يخچال کې د مار کال ځانګړې څراغي ننداره او ځيني نور يادولی شو. دغه راز د بېلا بېلو هېوادونو انټرنېټ کاروونکو د ريډنوټ په شمول پر مختلفو ټولنيزو رسنيو د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ ماښامنۍ هنري ننداره کتلې، چيني ځانګړي دودونه يې احساس کړي او يو بل ته يې د نوي مار کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

دا ټول د دې څرګندويي کوي، چې د چين کرنيز نوی کال اوس يو نړيوال اختر ګرځیدلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

پسرلنی اختر د چين تر ټولو لرغونی او مهم دوديز اختر بلل کېږي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال په پای کې د چين پسرلنی اختر د رخصتۍ په توګه ټاکلی او د ۲۰۲۴م کال په پای کې يې د غير مادي کلتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې ځای ورکړی دی.

ګڼو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دې وروستيو کې په جلا جلا توګه يو لړ غیر مادي کلتوري نندارتونونه، نندارې او فعاليتونه ترسره کړي، چې د سارو په توګه یې د زمري نڅا، اورلوبې، د بيا راټولېدنې ډوډۍ او هنري ننداره يادولی شو او په دې سره نړيوالو د اختر خوشحالي او چيني دودونه احساس کړي دي.

د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان عمومي مديرې اودري ازولای د سږ پسرلني اختر په مناسبت ويلي، چې پسرلنی اختر د غير مادي کلتوري ميراثونو په ليست کې تر شاملېدو وروسته اوس د نړۍ مروج اختر ګرځېدلی او ټولې نړۍ ته یې د خوشحالۍ او سولې پيغام ورکړی دی.

پسرلنی اختر د ټولې نړۍ لپاره د چيني ملت د منلو وړ کلتوري نښه ده. د نړۍ نژدې ۲۰ هېوادونو پسرلنی اختر د قانوني رختصۍ په توګه ټاکلی دی.

د امريکا په سانفرانسيسکو کې له ګلانو ډکو موټرونو، د جرمني په فرانکفورت کې معبدي بازارونو او د جاپان په ناګاساکي کې د زرګونو ډیوو ننداره، د ډېرو خلکو او په تېره بیا انټرنېټ کاروونکو پاملرنه راجلب کړې ده.

د نړۍ يو پر پنځمه نفوس د هر کال د پسرلني اختر په ورځو کې په مختلفو فعاليتونو د دغه اختر لمانځنه کوي او د چيني ملت غوره دوديز کلتورونه احساسوي. پسرلنی اختر اوس يوه نړيواله کلتوري پېښه بلل کېږي او د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم او دوستي هڅوي او زياتوي.

نړيوال د پسرلني اختر په لمانځنې سره يو پرانيستی او ټولشموله چين هم احساسولی شي. چين ميډيا ګروپ هر کال د پسرلني اختر په وياړ ماښامنۍ هنري ننداره خپروي. سږ کال د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۹۰۰ خبري رسنيو دغه ماښامنۍ هنري ننداره خپره کړې او يا یې په اړه راپورتاژونه جوړ او خپاره کړي، د اړوندو خبرونو د لوست اندازه یې له ۱۷۳۸ ميليونو ځلو اوښتې او په بهر کې د پسرلني اختر وېډيوګانو د کتلو اندازه ۵۲۰ ميليونو ځلو ته رسېدلې او ښايي دغه اندازې نورې هم زياتې شي.

مار په چيني کلتور کې د هوښيارۍ، ټينګښت او ژوند نښه بلل کېږي.

نړيوال په داسې حال کې د نوي مار کال پسرلنی اختر لمانځي، چې ځمکنۍ کره لا هم د جغرافيايي نښتو په شمول له يو لړ پېچلو او جدي ننګونو سره مخ ده. سږ کال د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر دی. نړۍ په دغه ځانګړي کال کې د مار په څېر ژوند او خوځنده ځواک ته سترګې په لار ده، څو نړيوال د ننګونو پر وړاندې زړورټوب وښيي، په هوښيارۍ مخ ته ولاړ شي او لا ښکلې اينده پرانيزي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د نوي مار کال د پسرلني اختر په وياړ خپلې وينا کې له چين او چينایانو څخه مننه کړې، چې له ملګرو ملتونو سره يې همکارۍ کړي او څواړخيزم او نړيوالې همکارۍ يې پاللې دي. نوموړي پر نړيوالو غږ کړی، چې په روان ستونزمن وخت کې د سولې، برابرۍ او عدالت په پار ټينګې ارادې ولري.

Previous Post

ډيپ سيک د وړو انګړونو لوی ديوالونه ونړول

Next Post

د ۲۰۲۵م کال د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې د خپرېدو شمېر نوي ريکارډونه جوړ کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ۲۰۲۵م کال د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې د خپرېدو شمېر نوي ريکارډونه جوړ کړي دي

د ۲۰۲۵م کال د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې د خپرېدو شمېر نوي ريکارډونه جوړ کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین پلان لري د اګیست ۱۵مه نېټه د ایکولوژيکي چاپېریال د ساتنې دولتي ورځ وټاکي

جون 27, 2023
کابل کې له نږدې ۷ زره فارغانو د اګزېټ ازموینه واخیستل وشوه

کابل کې له نږدې ۷ زره فارغانو د اګزېټ ازموینه واخیستل وشوه

اپریل 11, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ