چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د فساد په اړه رپوټونو ته د حکومت ځواب

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 14, 2020
in تبصرې
0
د فساد په اړه رپوټونو ته د حکومت ځواب
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په امریکا کې د افغانستان سفارت د سفارت د یوه دیوال په جوړولو کې د پراخ فساد رپوټونه رد کړي دي. سفارت په دې برخه کې د اسنادو خبره کړې ده، خو اسناد یې نه دي خپاره کړي چې خلک یې پر خبرو باور وکړي. تر دې وړاندې پژواک اژانس په یوه رپوټ کې ویلي وو چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت ۷۰ متره دیوال په اتلس لکه ډالره جوړیږي، چې پکې په لوړه کچه فساد شوی دی.

په حکومت کې د زیاتېدونکي فساد په اړه کورني څارونکي بنسټونه او مرستندویان ټول اندېښنه څرګندوي او له دې امله پر حکومت نیوکې کوي. ولس هم له روان فساده ځوریږي او زیان ويني، خو ټولو ادعاوو او آن مستندو رپوټونو ته د حکومت ځواب مسوولانه نه دی. کله چې تر دې وړاندې پاکستان ته د وینټلاټورونو د قاچاق په اړه هم رپوټ خپور شوی و، حکومت رد کړ، آن د اشرف غني لومړي مرستیال مخکې له دې چې څېړنې وشي، وویل چې: «غوږ وګورئ، په پيشو پسې منډې مه وهئ، هر څه پر ځای دي». وروسته معلومه شوه چې د پژواک رپوټ سم و او آن وزارت چې کوم لېست خپور کړ، د هغو پر اساس په ولایتونو کې یا ماشینونه نه وو او یا یې په شمېر او څرنګوالي کې پراخ توپیر و. اوس دا دی چې د بل فساد رپوټ خپور شوی، حکومت بیا هم انکار کوي او آن په دې اړه جدي غبرګون نه ښيي. دا چاره د شدیدې اندېښنې وړ ده، ځکه چې حکومت په دې سره دا پیغام ورکوي چې ځیني کړۍ د فساد حق لري، نه څوک ترې پوښتنه کولی شي او نه هم دوی ځواب ویوونکي دي. له بده مرغه حکومت ورځ تر بلې په فساد کې غرقیږي. د اشرف غني د سیاسي معاملو پر اساس ادارې کمزورې شوې او فساد پکې خور شوی دی. آن عدلي او قضايي ارګانونه په خپلواک ډول عمل نه کوي او هغه څه کوي چې ارګ یې ورته وايي. پر حکومت یوه فاسده کړۍ واکمنه شوې چې له ارګ تر وزارتونو، ولایتونو او سفارتونو یې ریښې غځولې دي او هېڅوک یې پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

کله چې پر حکومت فشار راشي، څو نمایشي کارونه وکړي، ځینې واړه مامورین څارنوالۍ ته معرفي کړي، خو لوی غله او مفسدین نه یوازې تر عدلي تعقیب لاندې نه راځي، بلکې لا زیات پرمختګ کوي. ولسمشر له فساد سره په مبارزه کې دومره بې تفاوته دی چې آن ځینې نوي معرفي شوي کاندید وزیران او سرپرستان یې پر فساد تورن دي او په څارنوالۍ کې دوسیې لري. له بله اړخه حکومت د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره د فساد له ځینو ادعاوو وروسته د پلاوي ټاکلو خبره کوي، خو کله هم د دې پلاوو، کمېسیونونو او څېړنو پایلې معلومې نه شوې.

څو چې حکومتي مشران د واک لپاره دغه ډول ناوړه سیاسي معاملې کوي او څو چې یو داسې څوک په واک کې وي چې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره هر ډول معاملې ته حاضر وي، نه یوازې فساد به ورک نه شي، بلکې ورځ تر بلې به زیات شي. له همدې امله یو اساسي بدلون ته اړتیا ده چې زموږ له امنیت څخه تر اقتصاد، حکومتولۍ او نورو چارو پورې هر څه ورسره سم شي.

Previous Post

که سالمه تغذیه ولری ژر نه زړېږی

Next Post

سپما څه شی ده؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سپما څه شی ده؟

سپما څه شی ده؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Ninja Fruits By Playn Go Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
چين به ډېر ژر شن جو ۱۸مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ وتوغوي

چين به ډېر ژر شن جو ۱۸مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ وتوغوي

اپریل 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved