سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د لوګر پېښه؛ د تکرار وېره او حللاره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 2, 2021
in تبصرې
0
د لوګر پېښه؛ د تکرار وېره او حللاره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د لوګر په مرکز پل علم کې د یو روغتون څنګ کې پر یو مېلمستون موټر بم برید شوی دی. چارواکي وایي چې په دې برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په دغه مېلمستون کې کانکور ته راغلي ځوانان او هغه سیمه‌ییز پولیس وو، چې غوښتل یې ازرې ولسوالۍ ته ولاړ شي، خو د لاربندۍ له امله یې چورلکې ته انتظار کاوه. د برید پړه چا نه ده اخیستې، خو ارګ وايي چې دا د طالبانو کار دی او په دې برید سره یې وښوده چې د سولې اراده نه لري او غواړي حالت نور هم پېچلی کړي.

دا واقعاً یو وحشیانه برید و، چې پکې ملکي وګړو ته پراخه مرګ‌ژوبله واوښته. د روغتون په څنګ کې آن د موټر هارن باید ونه شي، خو دلته د روغتون څنګ کې موټر بم برید کېږي، چې دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دی. څنګه یو انسان دومره وحشي کېدلی شي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د یوه روغتون څنګ کې داسې وحشت وکړي!؟ که برید په پوره نظامي هدف شوی وي، بیا هم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی. دا برید ښيي چې زموږ په هېواد کې د څومره وحشیانو لاسونه کار کوي او څومره ظالم او جاهل انسانان د دې هېواد د ورانۍ او د انسانانو د وژنې ماشین چلوي.

دا سمه ده چې هېڅ لوري د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی، خو د جګړې هېڅ لوری هم له پړې خلاص نه دی. دا ډول پېښې ځکه کېږي چې جګړه ده او ځکه بیا بیا تکراریږي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او جګړه زیاته شوې ده. که طالبان وايي چې برید موږ نه دی کړی، په دې له پړې خلاص نه دي، ځکه چې دوی همداسې بریدونه او جګړې کوي او که دا برید دوی هم نه وي کړی، خو د دوی جګړې او بریدونو داسې حالت ته لاره برابره کړې ده. حکومت هم د دې وحشت له پړې ځان نه شي خلاصولی. د حکومت کار دا نه دی چې یوازې طالبان ملامت کړي، بلکې حکومت د خلکو د امنیت ساتنې مسوول دی. حکومت اړ دی چې  خلک خوندي کړي او د دې ډول پېښو مخه ونیسي. له بله اړخه د سولې په برخه کې د حکومتي چارواکو دریځ هم د جګړې د دوام او د دغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو سبب شوی دی. له همدې امله دواړه اړخونه د دې ډول وحشتونو عاملین دي او دوی یې په هېڅ ډول له مسوولیت څخه ځان نه شي خلاصولی.

د دغه ډول وحشتونو د دوام وېره ده او د یو بل پر ملامتولو او نیوکو یې مخه نه نیول کېږي. تر هغو چې جګړه وي او تر هغوم چې دواړه اړخونه یو پر بل بریدونه کوي، دا ډول پېښې به کېږي. که دواړه اړخونه رښتیا دا ډول وحشتونه نه غواړي، نو یوه روښانه لاره شته. دواړه اړخونه دې د سولې پروسه چټه کړي، د خنډونو د جوړولو پر ځای دې انعطاف وښيي، قرباني دې ورکړي، سرې کرښې دې نه باسي او ټوله هڅه دې وکړي چې د سولې خبرې بریالۍ شي. همدا یوه او یوازینۍ لاره ده چې د دغه ډول پېښو مخنیوی پرې کېدای شي. له دې پرته داسې پېښې پخوا هم شوې وې او بیا به هم تکرارېږي.

Previous Post

په پل علم کې موټربم برید ۱۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Next Post

خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه

خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ژانګ ژون: ط البان دې د بهرنیو دیپلوماتانو امنیت ټینګ کړي

ژانګ ژون: ط البان دې د بهرنیو دیپلوماتانو امنیت ټینګ کړي

دسمبر 21, 2022

Online Blackjack For A Living Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved