بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نړۍ د مسلمانو عالمانو د ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کړی دی چې په افغانستان کې یې روانه جګړه غندلې او دا جګړه یې د ټولو اسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده. خبرپاڼه کاږي، دغې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د علماوو، د بشري حقونو د مدافعینو، او ملکي وګړو وینه توېیدنه د ټولو اسماني دینونو او نړیوالو قوانینو خلاف ده. یادې ډلې دغه راز د نړۍ پر ټولو دیني عالمانو او پوهانو غږ کړی دی چې د قرآني احکامو او نبوي احادیثو په رڼا کې په افغانستان کې روانه جګړه وغندي او ښکېلې غاړې سولې او پخلاینې ته راوبولي. بهرنیو چارو وزارت د دغې ټولنې د دریځ هرکلی کړی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پایته رسېدو او تلپاتې سولې لپاره بشپړه همکاري وکړي.












