یوناما د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې خبر ورکړی او ویلي دي ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خبري وكړي. په افغانستان د ملګرو ملتونو استازولۍ نن په یو لړ ټوېټونو کې ليکلي، دغه ناسته به سبا چهارشنبه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مقر كې ترسره شي. د یوناما په خبره ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا د دغه هېواد د وضعیت په اړه د امنیت شورا غړو ته راپور ورکړي. دا غونډه په داسې حال کې جوړېزي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پرانیستلو لپاره هیلې ډېرې وې خو پرون نوي تحصيلي سمسترونه د نجونو له حضور پرته پیل شول.












