چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د منځني ختیځ د کړکېچ سختوالی نړيوال پولي بازارونه زیانمن کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 22, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د منځني ختیځ د کړکېچ سختوالی نړيوال پولي بازارونه زیانمن کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د منځني ختیځ د روانو تاوتریخوالو په اړه د پانګوالو دوامدارو اندېښنو د بازار باور کمزوری کړی دی.

 په دې اوونۍ کې د نیویارک د ونډو بازار ډېر متزلزل شو او د مارچ په ۲۰مه نېټه د امریکا د ونډو درې عمده شاخصونه ډېر ټيټ شوي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په همدغه ورځ د دوجونس صنعتي شاخص د تېرې ورځې په نسبت صفر اعشاریه ۹۶ سلنه راټيټ شو، د ستاندرډ پورس (Standard & Poor’s) د ۵۰۰ ډولو ونډو شاخص په سلو کې یو اعشاریه ۵۱ برخه راټيټ شو او د ناسداک اندیکس (NASDAQ Composite Index)شاخص په سلو کې ۲ اعشاریه ۰۱ برخه راټیټ شوی دی. په همدغه اوونۍ کې د نیویارک د ونډو بازار درې عمده شاخصونه په جلا جلا توګه ۲ سلنه راټيټ شول.

پر ایران د امریکا او اسرائیل نظامي بریدونه درېیمې اوونۍ ته غځېدلي او له دې سره ډېرو پانګوالو خپل پلانونه تنظیم کړي او د مارچ په ۲۰مه نېټه د نیویارک د ونډو بازار کې د اسهامو پلورلو اندازه ډېره لوړه وه.

د امریکا د انتیرکتیف بروکیرس (Interactive Brokers) لوړپوړي اقتصاد کارپوه جوس توریس په دې اړه وویل، پانګوالو په لومړي سل کې ګمان کاوه چې پر ایران بریدونه لنډمهاله وي، خو اوس دغه جنګ دوام لري، نو د پانګو بازار هم زیانمن شوی دی.

د امریکا د کروکس پولي شرکت مشهور پانګوال ډاویډ لوټ وویل، په همدغه اوونۍ کې د نیویارک د ونډو بازار ګراف بې ساري ټیټې درجې ته رسېدلی، چې دا ښيي تر اوسه  بازار خپل ټيټ حد نه وي موندلی او د منځني ختیځ د شخړو منفي اغېزه د بيا ارزونې په حال کې ده.

رویترز د مارچ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، د شخړې له امله له هرمز تنګي د بيړيو تګ راتګ بند شوی دی، نو عراق اعلان وکړ، هغه تيل لرونکې سيمې چې د بهرنیو شرکتونو لخوا استخراج کېږي، له ستونزو سره مخ دي.

د منځني ختیځ وضعیت د ترینګلتیا له امله، په همدې ورځ په نړیوال بازار کې د نفتو بیه بیا لوړه شوه. د نیویارک د توکو معاملو ادارې د راتلونکي اپریل لپاره د سپکو اومو نفتو بیه ۲،۱۸ ډالره لوړه شوې او د هر بیرل بیه ۹۸ اعشاریه ۳۲ ډالرو ته رسېدلې چې په سلو کې ۲ اعشاریه ۲۷ برخه لوړه شوې ده. د راتلونکې مې میاشتې لپاره د اومو نفتو بیه ۳،۵۴ ډالره لوړه شوې او د هر بیرل بیه ۱۱۲ اعشاریه ۱۹ ډالرو ته رسېدلې یعنې په سلو کې ۳ اعشاریه ۲۶ لوړه شوې ده.

د ګین کاپیتل ګروپ اقتصادي شنونکي جامس ستانلې وویل، که د نیویارک بازار کې د اومو نفتو د هر بیرل بیه د روانې اوونۍ په پای کې سلو ډالرو ته ورسېږي، نو د ونډو او اسهامو په بازارونو کې دوامدارې اغیزې رامنځته کړي.

د مورګن ستانلي مشر اقتصادي کارپوه میکل ګاپن وویل، دغه ارګان د نفتو د لوړې بیې له امله د سږ کال لپاره د امریکا د اقتصادي زیاتوالی وړاندوینه ټيټه، انفلاسیون او د بېکارۍ کچه يې لوړه کړې، د امریکا مرکزي بانک د سود کچې د ټيټوالي وړاندوینه یې ځنډولې ده.

دا چې بازار اندېښنه لري چې د پیسو پړسوب په اثر عمده مرکزي بانکونه ممکن د پیسو تنګې تګلارې غوره کړي، په همدغه اوونۍ کې په نړیوال بازار کې د سرو زرو بیه له ۱۹۸۳ کال راهیسې له بې سارې ټيټوالي سره مخ شوه. پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیلېدو راهیسې، د سروزرو بیه په دوامداره توګه ټيټه شوې ده.

د مارچ په ۲۰مه نېټه د نیویارک د توکو معاملو ادارې کې د راتلونکي اپریل لپاره د هر اونس (ounce) سروزرو بیه نږدې ۴۵۷۴ ډالرو ته لوېدلې، چې د سږ کال په پيل کې د هر انس بيه يې په۵۵۰۰ ډالرو ښودلې وه.

Previous Post

حق شناس: د پسرلي په رارسېدو د بنسټیزو پروژو کارونه بیا پیلېږي

Next Post

د چين د ښځو چارو عکسي نندارتون په مسکو تر سره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين د ښځو چارو عکسي نندارتون په مسکو تر سره شو

د چين د ښځو چارو عکسي نندارتون په مسکو تر سره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ګوټریش؛ په سوریه کې د تاوتریخوالي له پراخېدو اندېښنه لري

ګوټریش؛ په سوریه کې د تاوتریخوالي له پراخېدو اندېښنه لري

جولای 17, 2025

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اوسني اقتصادي وضعيت د تحليل او مطالعې غونډه ترسره کړه

جولای 31, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ