سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

د مولاناجلال الدین بلخي پوهنتون

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2020
in پوهنتون
0
د مولاناجلال الدین بلخي پوهنتون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون د بنسټ ډبره د افغانستان د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه تر جواز اخیستنې وروسته په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په بلخ ولایت کې د دوو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او ژورنالېزم) په درلودو سره اېښودل شوې ده. د مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون د فرهنګي چارو مرستیال جان محمد جیهون وایي، وروسته وروسته یې له لوړو زده‌کړو وزارت څخه د نورو پوهنځيو؛ لکه، معالجوي طب، اقتصاد او ښوونې او روزنې د فعالیت جوازونه هم تر لاسه کړل. دغه پوهنتون اوسمهال پنځه فعال پوهنځي لري، چې عملاً پکې محصلین پر لوړو زده‌کړو بوخت دي.

د مولانا جلال الدین پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دوه ډیپارټمنټونه (قضا او څارنوالي، اداره او ډیپلوماسي)، اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډیپارټمنټونه (مالي تجارت او ملي اقتصاد)، ژورنالېزم پوهنځی یې دوه ډیپارټمنټونه (مطبوعات او راډیو ټلوېزیون)، ښوونه او روزنه پوهنځی یې (پښتو ادبیات، انګلیسي ادبیات، بیولوژي، کېمیا، ریاضي او نور) لري.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

جیهون وایي، اوسمهال زیات شمېر محصلین په دغه پوهنتون کې پر لوړو زده‌کړو بوخت دي چې ۴۵ سلنه یې ښځینه دي. په دغه پوهنتون کې د ورځې په دریو بېلابېلو وختونو کې محصلین د زده‌کړو لپاره ور غوښتل کېږي. په دغه پوهنتون کې تر اوسه پورې یوازې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده‌کړې کېږي او د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري.

د مولانا جلال الدین بلخي له پوهنتون څخه تر اوسه په دریو دورو کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. جان محمد جیهون وایي، چې په فارغو شویو محصلینو کې یې ښځینه او نارینه محصلین دواړه شامل وو، چې په خپله په بلخ او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي. دی وایي، هڅه یې کړې چې پر کارپوه او مسلکي کسان وروزي، څو ټولنې ته په ښه ډول خدمت وکړای شي.

د جیهون په خبره، په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، په پسرلي او مني کې چې په هره کانکور ازموینه کې له ۶۰۰ نیولې تر ۹۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي. دی وایي، که امنیتي او اقتصادي شرایط سم وي، نو په هغه کال یې د نویو محصلینو د جذب کچه هم لوړه وي، خو دوی هڅه کوي چې له محصلینو څخه مناسب فیسونه واخلي، څو ټول هغه ځوانان لوړو زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړي، چې دولتي پوهنتونونو ته نه دي بریالي شوي او په خصوصي پوهنتونونو کې د فیسونو د لوړوالي له کبله لوړې زده‌کړې نه شي کولای.

د مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون اداره د محصلینو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري، چې لومړیتوب یې د شهیدانو، معلولینو د کورنۍ غړو ته ورکړی دی. جان محمد جیهون وایي چې د ښځینه محصلینو لپاره یې ډېر تخفیف په پام کې نیولی دی. دی وایي چې په ټوله کې د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو، دېرش او ان تر څلوېښت سلنې پورې تخفیفونه ورکوي. د دې ترڅنګ، مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون له یو شمېر نورو ادارو سره هوکړې لري چې له مخې یې دوی ته محصلین ور معرفي کوي او د ځانګړي تخفیف له مخې ورته د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

په دغه پوهنتون کې د محصلینو لپاره مجهز کتابتون په پام کې نیول شوی دی. جیهون وایي، چې په کتابتون کې یې د پوهنځیو اړوند او نور بېلابېل پنځلس زره کتابونه ځای پر ځای کړي دي. دی وایي، محصلین او استادان یې کولای شي چې وخت ناوخته له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي او مطالعه پکې وکړي. د جیهون په خبره، د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو لپاره یې په ټولو اړینو وسایلو سمبال یو لابراتوار هم چمتو کړی، څو محصلین وکولای شي د نظري زده‌کړو ترڅنګ، په عملي ډول هم زده‌کړې وکړي. د کتابتون او لابراتوار ترڅنګ یې محصلینو ته کمپیوټر لب هم چمتو کړی، چې پر انټرنېټ سمبال دی. دی وایي، محصلین کولای شي د کمپیوټر د زده کړې ترڅنګ له انټرنېټ او د دوی د الکترونیکي کتابتون څخه هم په وړیا ډول ګټه واخلي.

د مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون د فرهنګي چارو مرستیال وایي، په کور د ننه او بهر دواړو کې له پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري. دی وایي، چې په ایران، ترکیه، هند او تاجکستان کې یې له یو شمېر پوهنتونونو سره ناستې کړې او غواړي په راتلونکي کې ورسره د لوړو زده‌کړو وزارت د مقرراتو په چوکاټ کې د علمي اړیکو هوکړې هم لاسلیک کړي، له تجربو یې ګټه واخلي او د لا نورو لوړو زده‌کړو لپاره خپل محصلین ور واستوي.

ښاغلی جان محمد جیهون وایي، لوړو زده‌کړو وزارت ورته تر اوسه پورې یو ځل په ډېره کمه اندازه دولتي ډیپلومونه ورکړي او دوی خپلو یو شمېر فارغ شویو محصلینو ته وېشلي دي. دی وایي، له هغه پرته فارغ شویو محصلینو ته یوازې د نمرو فورم او یوه تاییدپاڼه ورکوي. نوموړی له لوړو زده‌کړو وزارت څخه غواړي چې د دغو ډیپلومونو د وېش پروسه اسانه کړي، څو یې ټولو فارغو شویو محصلینو ته ووېشي.

په مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون کې د تدریس چارې د ۷۰ تنه مسلکي استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ښځینه استادانې هم پکې شاملې دي. ښاغلی جهیون وایي، د دوی هڅه دا ده چې مسلکي او تجربه لرونکي استادان پر دندو وګوماري، څو مسلکي او پر کارپوه محصلین وروزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي. دی وایي، استادان یې د دوکتوار او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.

د کتابتون، لابراتوار او کمپیوټر لب ترڅنګ مولانا جلال الدین بلخي پوهنتون د محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره حقوقي کلینیک، د کارموندنې اداره، اونیز او میاشتني ورکشاپونه او نور داسې پروګرامونه لري چې محصلین تجربې تر لاسه کړي او وړتیاوې یې لوړې شي.

د نویو پوهنځیو جوړول، پوهنتون ته پراختیا ورکول او د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د دغه پوهنتون راتلونکي پلانونه دي.

جان محمد جیهون له لوړو زده‌کړو وزارت څخه غواړي چې فارغو شویو محصلینو ته د ډیپلومونو د وېش په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو محصلین له خپل دې حق څخه برخمن شي. د دې ترڅنګ له لوړو زده‌کړو وزارت څخه غواړي، دا چې د خصوصي پوهنتونونو محصلین په رسمیت پېژني، نو استادانو ته دې هم د دولتي پوهنتونونو د استادانو په څېر د علمي رتبو سیستم جوړ کړي.

Previous Post

ښارجوړونې وزارت: قطر په کابل کې د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړوي

Next Post

په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟

په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د موقت حکومت نسخه؛ تېروتنې څنګه اصلاح شي؟

د موقت حکومت نسخه؛ تېروتنې څنګه اصلاح شي؟

اکتوبر 28, 2020
له فراه ولایته ۱۴ ټنه کم کیفیته ګاډر بېرته ایران ته ګرځول شوي

له فراه ولایته ۱۴ ټنه کم کیفیته ګاډر بېرته ایران ته ګرځول شوي

مارچ 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved