چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home اقتصاد

د موټرونو نړیوال بازار؛ چین لا هم مخکښ او د ودې په حال کې دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 14, 2025
in اقتصاد, نړۍ
0
د موټرونو نړیوال بازار؛ چین لا هم مخکښ او د ودې په حال کې دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

په ۲۰۲۵ کال کې د موټرو نړیوال بازار له بېلابېلو اقتصادي او تخنیکي بدلونونو سره مخ دی. د نړۍ سترو بازارونو لکه چین، اروپا، امریکا او روسیې کې د موټرو د پلور او تولید وضعیت بېلابېل حالتونه لري، چې د شرکتونو د ستراتیژیو پر بدلون یې هم اغېز کړی دی. د مرسدس بنز د مسافر وړونکو موټرو خرڅلاو د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې په آسیا کې ۱۶ سلنه او په شمالي امریکا کې ۱۴ سلنه راټیټ شوی دی.

په امریکا کې یوازې ۷۴،۶۰۰ موټرونه پلورل شوي. برعکس، په اروپا کې د دغه شرکت پلور یو سلنه زیات شوی، چې دا له ورایه د بازار باثباتي ښيي. په آلمان کې د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ نیمایي لپاره د موټرو پلور نږدې ۴.۷٪ راټیټ شوی او د کرونا وبا له مخکې کچې په پرتله لا هم ۲۴٪ کم دی. سره له دې، برقي او پلاګ‌ان هایبرډ موټرو وده کړې؛ یوازې د جون په میاشت کې د برقي موټرو پلور ۸.۶٪ او د پلاګ‌ان هایبرډ موټرو پلور ۶۶.۴٪ زیات شوی.

خو چین لا هم په دې برخه کې په نړیواله کچه مخکښ دی. د ۲۰۲۵ کال په جون کې، په دغه هېواد کې د مسافر وړونکو موټرو پلور ۲.۰۸ میلیونه ته رسېدلی، چې له دې جملې یې ۵۳٪ د نوې انرژۍ موټرونه (برقي او هایبرډ) دي. د نوې انرژۍ موټرو کلنۍ وده ۱۹.۷٪ ثبت شوې ده. بلخوا د تسلا چینایي څانګې له مرکزي دفتر څخه غوښتي چې د چین بازار لپاره ځانګړې محلي اپلیکیشنونه او خدمات په موټرو کې شامل کړل شي، خو دا غوښتنه د امریکا له خوا رد شوې او دا موضوع د نړیوالو بازارونو ترمنځ د لیدلوري د توپیر څرګندویي کوي.

فولکس‌واګن د کال په لومړۍ نیمایي کې ۴.۴۱ میلیونه موټرونه نړېوال بازار ته وړاندې کړي دي، چې ۱.۳٪ زیاتوالی ښيي. په چین کې یې ۲.۸٪ وده کړې، خو په شمالي امریکا کې یې پلور ۱۶.۲٪ راکم شوی.

دغه راز له جاپاني شرکتونو، تویوتا او نیسان د پام وړ وده کړې، خو هوندا له ۱۵٪ زیات کمښت سره مخ ده. بلخوا په روسیه کې د موټرو ثبت په جون میاشت کې ۲۷.۶٪ راکم شوی. که څه هم لادا تر ټولو مخکښ برانډ دی، خو ۲۹٪ کمښت لري. چینایي شرکتونه لکه چانګان، چري او جیلي هم له ۳۰٪ زیات کمښت تجربه کړی، خو ګډ برانډ Belgee د ۲۵.۵٪ ودې او Solaris د ۵۵.۹٪ لوړتیا سره بازار ته نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.

Previous Post

پوهنې وزارت: نږدې ۲۴۰۰ زندانیانو ته د سواد زده کړې دوره پيلیږي

Next Post

بغلان کې د لبنیاتو فابریکه تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی
افغانستان

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه
اقتصاد

له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې
اقتصاد

لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
Next Post
بغلان کې د لبنیاتو فابریکه تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه

بغلان کې د لبنیاتو فابریکه تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کابل نړیوال هوایي ډګر پراختیا او سټنډرد جوړولو ته اړتیا لري

ټاپي پروژه عملي اقداماتو ته اړتیا لري

جولای 6, 2024
مایکل مک: له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل ستراتیژیکه ناکامي وه

مایکل مک: له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل ستراتیژیکه ناکامي وه

اگست 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ