چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ټاپي پروژه عملي اقداماتو ته اړتیا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 6, 2024
in تبصرې
0
کابل نړیوال هوایي ډګر پراختیا او سټنډرد جوړولو ته اړتیا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ټاپي پروژه، چې افغانستان، پاکستان، او هند ته د ترکمنستان د ګازو انتقالولو لپاره یو ستر نوښت دی، کابو دوه لسیزې کیږي چې په مطبوعاتي بیانونو کې یادېږي، خو په عمل کې کوم خاص پرمختګ نشته. دا پروژه په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې وړاندې شوه، او له هغه راهیسې یې په اړه ډېرې غونډې، خبرې او بیانونه شوي دي، خو افغانستان کې لا هم د عملي اقداماتو څرک نشته چې دا وضعیت په ځانګړې توګه د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې رغونې لپاره خورا مهم دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان وروستۍ سرمشریزې غونډې کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف د دې پروژې د عملي کېدو اړتیا په ټینګار سره یادونه وکړه او له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ او اړیکو پروژو پلي کولو کې ونډه واخلي. نوموړي وویل چې د دې کار لپاره اړینه ده چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې تر پاکستان او هند د ګاز نللیکې ټاپي او نوري فایبر پروژې ژر پلې شي.
افغانستان، چې د سیمې په کچه ستراتيژیک موقعیت لري، کولی شي د دې پروژې په پلي کېدو سره نه یوازې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي، بلکې د سیمه‌ییزې همکارۍ په پراخېدو کې هم مهم رول لوبوي. د ترکمنستان ولسمشر په وینا، د داسې سترو پروژو پلي کېدو سره به نه یوازې اقتصادي ګټې ډیرې شي، بلکې د سیمې په کچه ټولو پروژو کې د افغانستان اغېزناک یوځای کیدل به له دایمي اقتصادي ثبات سره هم مرسته وکړي.
ټاپي پروژه د ترکمنستان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي. دا پروژه کولی شي د سیمې هېوادونو ته د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او د سوداګریزو اړیکو پراخېدو ته زمینه برابره کړي.
خو د دې پروژې د عملي کېدو لپاره یو شمېر ننګونې هم شتون لري. که څه هم چې افغانستان اوس بشپړ امن دی خو سیاسي بې‌ثباتي او تخنیکي ستونزې هغه موارد دي چې د دې پروژې په وړاندې خنډونه جوړوي. د دې لپاره چې ټاپي پروژه په بریالیتوب سره پلي شي، اړینه ده چې په افغانستان کې د دایمي امنیت او سیاسي ثبات د راوستلو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د نړیوالې ټولنې ملاتړ، په ځانګړې توګه د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو همکاري، کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي. د ترکمنستان ولسمشر په خپلو خبرو کې د دې همکاریو د اړتیاوو او ملاتړ په ټینګار سره یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ددې پروژې عملي کېدو سره به نه یوازې اقتصادي ګټې ترلاسه شي، بلکې د سیمه‌ییزې همکارۍ په پراخېدو کې به هم ستر پرمختګ وشي.
د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره اړینه ده چې ټول اړخونه په همغږۍ سره کار وکړي او د پروژې په وړاندې خنډونه له منځه یوسي. افغانستان، د سیمې په کچه د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره یو مهم لوبغاړی دی، او د دې پروژې پلي کېدل کولی شي د دې هېواد راتلونکې لپاره سترې لاسته راوړنې ولري.

Previous Post

د بریټانیا نوي لومړي وزیر رونډا ته د کډوالو استولو پلان لغوه کړ

Next Post

کاپیسا کې د توت دودېزه میله جوړه شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کاپیسا کې د توت دودېزه میله جوړه شوه

کاپیسا کې د توت دودېزه میله جوړه شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

What Are Side Bets In Blackjack Canada

سپتمبر 8, 2025

Bet365 United Kingdom Roulette Hints

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved