چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ناټو سرمشريزه ولې يو ځل بيا د چين پر خلاف ترسره شوې؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ناټو سرمشريزه غونډه د جولای په ۱۲ مه نېټه د لېتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کې پای ته ورسېده. د دغې غونډې په اعلاميه کې تر لسو زيات ځلې چين یاد شوی او دغه هېواد د اروپا او اتلانتيک امنيت ته سيستماتيکه ننګونه بلل شوی دی. له دې وړاندې د تېر کال په جون مياشت کې د ناټو د مادريد سرمشريزې په اعلاميه کې هم چين څو ځلې ياد شوی و.

د ناټو د ټاکلې اجنډا له مخې، د ويلنيوس سرمشريزه دې د اوکراين پر وضعيت او د ناټو د غړو هېوادونو په زياتېدو وڅرخي، خو ګډونوالو يې ولې يو ځل بيا وغانده؟ په حقیقت کې دا عجيبه نه ده. ناټو د نړۍ تر ټولو لوی پوځي اتحاد دی، دغه سازمان د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته څو ځلې د خپلې ستراتېژيکې مفکورې سند تعديل کړی او هر ځل تعديل يې د امریکا د ستراتېژۍ د تغير له مخې کړی چې د امریکا ستراتېژيکې غوښتنې ترې ښکاره شوې دي. د جوبايډن حکومت په تېروتنې چين خپل تر ټولو لوی ستراتېژيک سيال ګڼي او مطرح یې کړې چې د اندو- پاسیفيک ستراتېژي کې باید ناټو ګډون وکړي. د واشنګټن په لارښوونې ناټو د چين په اړه ډېر کلک دريځ غوره کړی، چين يې سيستماتيکه ننګونه بللې او هڅه کوي چې د دې په پلمه د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې مداخله وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ ويلي چې ناټو دې د چين له ګواښ سره مقابله د خپل تلپاتې شتون مهم دليل وګڼي. که څه هم نوموړي د ناټو د ويلنيوس سرمشريزې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل، چين د ناټو دښمن نه دی او ناټو دې له چين سره تماس وساتي، خو نوموړي همدارنګه زياته کړه، چين تايوان ګواښي او د خپل پوځي قوت د ابادۍ چارې چټکې کوي.

ناټو د واشنګټن د فشار له امله د اروپا د امنيت ساتونکی دفاعي سازمان نه، بلکې د امريکا د ګټو ساتونکی دی او ډېری غړي يې ښايي له هغه نظر سره چې چين سيستماتيکه ننګونه ګڼي، موافق نه وي، ځکه حقيقت ښيي چې چين په تاريخ کې د نورو هېوادونو پر وړاندې حتی يوه جګړه هم نه ده پيل کړې، د نورو هېوادونو په قلمرو يې هېڅکله يرغل نه دی کړی او يوه نیابتي جګړه يې هم نه ده پيل کړې. دغه هېواد له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې نورو هېوادونو ته څه باندې ۵۰ زره سرتېري د ملګرو ملتونو په سوله ساتو عملياتو کې د ګډون لپاره لېږلي او د ملګرو ملتونو لخوا د سوله ساتو عملياتو مهم قوت بلل کېږي. برعکس نړۍ ته سيستماتيکې ننګونې ناټو ورپېښې کړې دي. دغه سازمان د سړې جګړې د پای ته رسېدو له ۳۰ کلونو راهيسې د پارټ بازيو تقابل ته دوام ورکړی او د امريکا لپاره د جګړې ماشين ګرځېدلی دی. ناټو ځان د نړيوال نظام ساتونکی بولي، خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اجازې پرته يې د يوګوسلاويا او سوريې په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر وړاندې جګړې پيل کړې چې له امله يې ګڼ شمېر عام وګړي وژل شوي او لسګونه میليونه خلک بې کوره شوي دي.

ناټو ختيځ ته خپل نفوذ پراخ کړی او د روسيې امنيتي ساحه يې کمه کړې ده چې د اوکراين بحران سبب شوی دی. د ناټو غړو هېوادونو د امريکا په غوښتنې اوکراين ته ګڼ شمېر وسلې ورکړې چې له امله يې جګړه لاپسې شديده شوې ده. دغه جګړه په اروپا کې رامنځته شوې، د ناټو زياتره غړي هېوادونه اروپايي هېوادونه دي، نو طبيعي ده چې هغوی هم د دې جګړې له امله قربانيان شوي دي.

راپورونه خپاره شوي، چې په ناټو کې د سويډن د شاملېدو پر وړاندې لوی خنډونه لرې شوي، پدې مانا چې ناټو به يو ځل بيا لوی دفاعي سازمان شي. حقيقت ښيي، هر چېرې چې د ناټو ځواک پراخېږي، ناورین تعقيبوي.  د کاناډا د مانيټوبا پوهنتون د سیاسي علومو پروفيسور  رادهيکا دیسي، سي اېم جي ته وويل، ناټو په پرله پسې توګه ختيځ ته خپل نفوذ پراخوي چې له امله يې د اروپا امنيت خراب شوی دی، اوس يې اسيا او ارام سمندر ته سترګې دي او د دې سيمې امنيت به هم وګواښي.

د ناټو په دننه کې معقول دریځونه هم شته دي. د فرانسې په ګډون ځينې غړي هېوادونه خپلواکه ستراتېژي غواړي او پدې نظر دي چې ناټو دې خپل لاسونه د شمالي اتلانتيک له پولې په اړولو اسيا او ارام سمندر ته نه اوږدوي او په جاپان کې دې د تماس نيولو نمايندګي نه جوړوي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د ناټو د ويلنيوس له سرمشريزې وروسته خبري رسنيو ته وويل، ناټو د شمالي اتلانتيک سازمان دی او جاپان په دې سيمه کې پروت نه دی. د ماکرون ياد نظر ته ورته اوازونه دې د ناټو په دننه کې زيات پورته او د زیاتو غړو هېوادونو لخوا وپېژندل شي، ځکه که ناټو د امریکا تعقيب ته دوام ورکړي او د اروپا د وضعيت له خرابولو وروسته خپل تمرکز اسيا او ارام سمندر ته وګرځوي، نو د دې سيمې له ټينګ مخالفت سره به مخامخ شي.

Previous Post

د مايع اکسيجن او مايع ميتان په خوځنده ځواک د چين بار وړونکی راکټ د فضا ټاکلي مدار ته ورسيد

Next Post

پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو پور تصویب کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د عراق په شمال کې داعش ډلې ۱۳ تنه کردان وژلي دي

د عراق په شمال کې داعش ډلې ۱۳ تنه کردان وژلي دي

دسمبر 4, 2021
د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې ده

د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې ده

دسمبر 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ