چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د نجونو د ‍ښوونځیو د پرانیستو بې ځوابه غوښتنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2022
in تبصرې
0
له دولتي وسایطو سره زړه دردونکې بې احتیاطي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 لا هم د افغانستان په ګوت ګوټ کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غږونه کېږي، خو امارت په دې اړه څه نه وايي‌ چې دا ښوونځي به څه وخت پرانیستل شي.‌ د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې دیني عالمانو بیا بیا له امارته غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، ځکه چې ددغو ښوونځیو پرانیستل، نه له شرعي اړخه کومه ستونزه لري او نه هم د امارت په ګټه دي. دوی ټینګار کوي چې اسلام ښځو ته د زده‌کړو حق ورکړی دی او امارت باید له نجونو دا حق وانه خلي. په وروستیو کې په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دیني عالمان پرله پسې غونډې کوي او بیا بیا له امارت غواړي چې ښوونځي پرانیزي.‌ ددې تر څنګ په پښتونخوا کې افغان دیني عالمانو او د پاکستان په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې هم پیاوړو دیني عالمانو پر امارت غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، ځکه چې نه یوازې د نجونو تعلیم له شرعي اړخه کومه ستونزه نه لري،‌ بلکې اړین دی.

د افغانستان د خلکو پرله ‌پسې غوښتنو، د دیني عالمانو غونډو، شریعي فتواوو او غږونو ته د اسلامي امارت نه مثبت او نه هم نفي ځواب شته. د پوهنې وزارت یوازې دومره وايي چې د مشرتابه امر ته په تمه دي او ځینې یې پکې دا زیاتوي‌ چې پر یوه جامع طرحه کار روان دی، چې پکې نجونو ته د خوندي او مناسب چاپیریال رامن‍ځ ته کول شامل دي. معلومه نه ده چې دا طرحه به څه وخت نهايي کېږي او په دې طرحه کې به داسې څه وي چې په اتو میاشتو کې جوړه نه شوه او اوس هم لا نه جوړېږي. واقعیت دا دی چې اسلامي امارت ددې خنډ اصلي لامل نه بیانوي. د نجونو د ‍ښوونځیو پر وړاندې د خنډ اصلي لامل دا دی چې لا هم د اسلامي امارت ځیني مشران د نجونو تعلیم له شرعي اړخه ناروا ګڼي او فکر کوي چې که دوی نجونو ته اجازه ورکړي،‌ په دې ډول به دوی ګناه کړي وي. دا سمه ده چې دا د اسلامي امارت د ټولو مشرانو نظر نه دی او آن د اکثریت نظر هم نه دی، بلکې یو څو محدود کسان دي.‌ دوی چې پکې ځیني شیخان شامل دي، د اسلامي امارت عمومي مشر ته نږدې کسان دي، له همدې امله د اکثریت د خوښې خلاف لا هم ښوونځي بند ساتل شوي دي. تر هغو چې ددغو کسانو نظر بدل نه شي، نه به ښوونځي پرانیستل شي او نه به هم طرحې کار ورکړي. ستونزه دا ده چې دا کسان نه خپله ولس ته د خپلې دې پرېکړې شرعي دلایل وړاندې کوي او نه هم نورو دیني عالمانو ته ارزښت ورکوي،‌ نو ځکه د دیني عالمانو له پرله پسې فتواوو او غوښتنو سره سره د ‍ښوونځیو د پرانیستنې په برخه کې کوم مهم پرمختګ نشته.

د اسلامي امارت مشرتابه ته پکار ده چې د خلکو او دیني عالمانو غوښتنو ته اهمیت ورکړي. که د ښوونځیو د بندښت په اړه کوم قانع کوونکی دلیل لري، نو له خلکو سره دې یې شریک کړي چې خلک له خپلو غوښتنو تېر شي. که دوی نه دلیل وايي او نه د نورو اوري، نو دا د یوه نظام له تخریب، پر حکومت له بدګومانۍ پیدا کولو، د خلکو له ناهیلي کولو او د حکومت او خلکو ترمنځ له واټن پیدا کولو پرته بله پایله نه لري.

Previous Post

د نوي پاکستاني حکومت مهم لومړیتوب له امریکا سره ملګرتیا ده

Next Post

عمران خان خپله لومړنۍ احتجاجیه غونډه په پېښور کې جوړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
عمران خان خپله لومړنۍ احتجاجیه غونډه په پېښور کې جوړوي

عمران خان خپله لومړنۍ احتجاجیه غونډه په پېښور کې جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اې ایي چارو په نړيوالې حکومتوالۍ کې د چين خدمتونه

د اې ایي چارو په نړيوالې حکومتوالۍ کې د چين خدمتونه

سپتمبر 9, 2024
چين به د سوله ييز يووالي بهير پرمخ بوزي

چين به د سوله ييز يووالي بهير پرمخ بوزي

مارچ 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved