د ننګرهار له محبس څخه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي ۶۶ کسان آزاد شول چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه بندیان نن د ننگرهار محبس کې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو پرمهال آزاد او له خپلو کورنیو سره یوځای شول. د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې رييس محمد ګلاب فاروقي د دغو بندیانو د خلاصون په تړاو وويل چې یادو کسانو ته د ا.ا د مشر د فرمان پر اساس بښنه وشوه او له بنده آزاد شول. دی وايي، په دغه فرمان کي ټول هغه بنديان شاملېدلی شي چې جرمونه يې کم وي او یا ورته مقابل لوري بښنه کړې وي. دنوموړي په وینا د دغه فرمان تطبیق لپاره د ننگرهار ولایت استیناف محکمې استخباراتو ریاست او د محبس مسوولينو يو ګډ کمېسيون جوړ او هغه يې تطبیق کړ.












