د مالیې وزارت وايي د روان کال په لومړيو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښي. مالیې وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د تېر کال په لومړیو لسو مياشتو کې د یاد گمرک عوایدو کچه ۱۱.۷ میلیارد افغانۍ وه. سرچينه ليکي، په عوایدو کې ډېروالی د مالیې وزارت د غوره مدیریت روښانه مالي تګلارو د ژمنو او مسلکي کسانو ګومارلو له فساد سره مبارزې ګمرکونو کې سوادګرو ته د اسانتياوو برابرولو له امله راغلی دی. د سرچینې د څرګندونو له مخې د هېواد په ډېرو ګمرکونو کې برېښنايي تلې او سیستمونه نصب شوي او دغه چاره د عوایدو ډېرېدو لامل شوې ده.












