لیکوال: نصیب خان؛ د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس
د هند پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې د شل اوریزې لوبلړۍ رسنیز تولید او نشرات به د کیفیت لوړو پوړونه تعریف کړي.
کرکټ هغه په زړه پورې لوبه ده چې خوند او رنګ یې تر ډېره له لوبغالي سره تړاو لري؛ خو په نننۍ عصري ورزشي نړۍ کې دا هم ډېره مهمه ده چې دغه لوبه په تصویر کې څه ډول انځوریږي، څنګه تولیدیږي، په څه ډول مینهوالو ته وړاندې کېږي او میلیونونه لیدونکي یې څنګه تجربه کوي.
افغانستان د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه د نوي ډیلي په ارون جیټلي کرکټ لوبغالي کې د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو کوربهتوب ته چمتووالی نیسي. موږ دې مهمې لوبلړۍ ته یوازې د سیالیو لوبولو لپاره چمتووالی نه نیسو؛ بلکې غواړو وښیو چې لوړ کیفیت لرونکی تولید او نشرات د نړیوال کرکټ د نندارې تجربه څومره په زړه پورې کولی شي.
د افغانستان او هند د راتلونکې شل اوریزې لوبلړۍ لپاره، د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بېساري نوښت سره د دې لوبلړۍ په تولید او نشراتو کې داسې عصري تولیدي او نشراتي ټکنالوژي معرفي کوي چې موخه یې لیدونکو ته لا ژوره، په زړه پورې او نړیوالمعیاري تجربه ورکول دي.
افغان کرکټ بورډ ITW Universe ته دنده سپارلې چې د تولید او نشراتو یوه پرمختللې بڼه پلې کړي؛ داسې بڼه چې د نړۍ په سترو ورزشي سیالیو کې له کارېدونکو معیارونو سره سمون ولري.
د دې لوبلړۍ په تولید او نشراتو کې به د ۳۰ کامرو د سیستم ترڅنګ، په مصنوعي ځیرکتیا (AI) سمبال او باثباته POV کمرې، Volumetric Free-Viewpoint ټکنالوژي، Ultra-Motion کمرې، Augmented Reality (AR)، د لوبغاړو د رښتینو او ژوندیو صحنو تعقیب، مخکښ مبصرین، او د لارښوونې یا ډایریکشن یو مخکښ او مجرب ټیم شامل وي چې د فیفا فوټبال نړیوال جام ډایریکټر به یې هم برخه وي.
ITW د لوبغالي د تولید برخه هم لا پسې پیاوړې کوي او د Go-Green نوښت معرفي کوي. د دې نوښت له مخې به Sight Screen د عادي برېښنا پر ځای د Kinetic Energy په وسیله چلېږي. دا انرژي به د لوبغالي مینهوال په ځانګړو بایسکل سټېشنونو کې د پېډل وهلو له لارې په ژوندۍ بڼه تولیدوي.
زموږ موخه روښانه ده: مینهوال وکولی شي لوبه لکه له نږدې څخه تجربه کړي، د لیدونکو شمېر لوړ شي او د دوه اړخیزې کرکټ لوبلړۍ د تولید او نشراتو لپاره یو نوی معیار تعریف شي.
د افغانستان کرکټ بورډ لپاره، دا نوښت زموږ د لرلید یوه برخه ده. افغانستان کرکټ بورډ باید یوه داسې پرمختللې او نوښتګره اداره وي چې نه یوازې په لوړه کچه سیالي کوي، بلکې د مینهوالو، نشراتي شریکانو او سوداګریزو ملګرو د تجربې د ښه کولو لپاره له عصري ټکنالوژۍ څخه هم ګټه اخلي.
له همدې امله، د افغانستان او هند لوبلړۍ به یوازې درې نړیوالې سیالۍ نه وي؛ بلکې دا لړۍ به وښيي چې نړیوالمعیاري کرکټ او عصري ټکنالوژي څنګه یوځای کېدای شي او لیدونکو ته یوه غوره، نوې او رښتینې نشراتي تجربه وړاندې کولی شي.
موږ ویاړو چې افغانستان کرکټ په دې برخه کې نوښت کوي او لومړني ګامونه اخلي، او د کرکټ د تولید او نشراتو د راتلونکي پرمختګ په برخه کې خپله ونډه ترسره کوي.













