د هند کرکټ بورډ له افغانستان سره د ۳ شلاوریزو نړیوالو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده. د اعلان شوي نوملړ له مخې، شریاس ایر لوبډلمشر او تیلاک ورما مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوي دي. سنجو سمسن او ایشان کیشن د ویکټ ساتونکو په توګه په لوبډله کې شامل دي. په لوبډله کې ابیشیک شرما، ویبهاف سوریوانشي، شیوم دوبې، نیتیش کمار ریډي، اکشر پټېل، واشنګټن سندر، ورون چکرورتي، راوي بشنوي، جسپریت بومرا، ارشدیپ سینګ او هرشیت رانا هم شامل دي. ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ د سپټمبر پر ۱۳مه په نوي ډیلي کې پیل شي. افغان کرکټ بورډ هم له دې وړاندې د دغو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.













