ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې نن ماسپښین ۲ بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه ترسره شي. افغان لوبډلې د لړۍ له دوو ترسره شویو سیالیو بریا خپله کړې، په داسې حال کې چې یوه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې ده. د «کریکاینفو» د راپور له مخې، افغانستان د دوو بریاوو په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته د مستقیمې لار موندونکو اتو غوره لوبډلو په ډله کې شامل شوی دی. افغان لوبډله هڅه کوي د ایرلنډ پر وړاندې د دې پنځو لوبو لړۍ هم په بریا پای ته ورسوي.













