د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، امریکا او ایران د یوې هوکړې یا د سولې د تفاهم رامنځته کېدو ته نږدې شوي دي. اصف له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي، په تېرو دوو، دریو ورځو کې رامنځته شوو تحولاتو ښودلې چې دواړه لوري د یوې هوکړې پر لور روان دي. نوموړي د احتمالي هوکړې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. بلخوا، د ایران د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته تللی، څو له خپل ایراني سیال اسکندر مؤمني سره د دوهاړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.














