ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلو ترمنځ نن ماسپښین ۲:۱۵ بجې د ۵ یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په ۳مه لوبه کې مخامخ شي. د دواړو لوبډلو لومړۍ سیالي د باران له امله بېپایلې پاتې شوه، خو افغانستان په دویمه لوبه کې ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لړۍ مخکېوالی یې خپل کړ. په دې لوبه کې راشد خان شپږ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.













