د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د هېواد د ټولو لویو لارو په اوږدو کې د مخابراتي ستونزو او مسافرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه مخابراتي خدمتونه پراخیږي. د مخابراتو وزارت ویاند عنايت الله الکوزي پر خپله ټویټر پاڼه ويلي، د دې لپاره چې هېوادوال پر ټولو لویو لارو کې له مکالماتي او انټرنټي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي په پام کې لري چې ټولې لویې لارې د مخابراتي خدمتونو له لارې سره وصل شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې به مسافر په لویو لارو کې د سفر پرمهال له مخابراتي او انټرنیټي ستونزو سره مخ و.











