د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د افغانستان په ځینو هغو سیمو کې چې سیندونو ته څېرمه پرتې دي له نن څخه تر چهارشنبې پورې د اوبو د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. دغه وزارت په یوه اطلاعیه کې ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ او ځینو مرکزي سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی او سیندونو ته څېرمه استوګن کسان دې په دې موده کې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ ډډه وکړي. د هوا پېژندنې ادارې د بې وخته اورښتونو او سېلابونو د راوتلو یو علت په نړۍ کې د اقلیمي بدلون اغېزې بللې دي.












