چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ون‌ تیان په نوم د چین د فضايي سټېشن علمي ازمویښتي برخه فضا ته وتوغول شوه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 25, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د ون‌ تیان په نوم د چین د فضايي سټېشن علمي ازمویښتي برخه فضا ته وتوغول شوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د انسان وړونکې فضايي چارو دفتر خبر ورکړ، چې د LM-5B-Y3راکټ د جولای د ۲۴مې نېټې د ماسپښین په ۲ بجو او ۲۲ دقیقو د ون‌تیان په نوم د چين د فضايي سټېشن  ازمويښتي برخې په اړولو سره فضا ته وتوغاوه، کابو تر ۴۹۵ ثانیو وروسته یاده ازمويښتي برخه له راکټ څخه جلا شوه او ټاکلي مدار ته ننوتله، دغه چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

د توغولو یاد کار په همدې ورځ د هی ‌نان ولایت په ون چانګ توغوونکي ډګر کې ترسره شو او ډېر نندارچیان يې راجلب کړي و.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

له شان ‌شي ولایت څخه راغلي ښاغلي سو د چین ميډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې ډېر خوشاله یم او ویاړم . څرنګه چې له دغه بریالي کار څخه ښکاري، چې چین د فضايي سټېشن د ابادۍ او جوړونې په برخه کې یو لوی ګام پورته کړی دی. موږ په دوبنۍ رخصتۍ کې له بچیانو سره په سیل راوتلي یو او د راکټ د توغولو بهیر مو هم ولید.

مېرمن یانګ چې له شانګهای ښار څخه هی ‌نان ته راغلې، خبریال ته وویل، چې دا خورا په زړه پورې او د ویاړ وړ کار و، له ماشومانو سره مو پر لومړي ځل دغه شان سترې چارې وليدلې.

ښاغلي جیانګ چې له سه‌ چوان ولایت څخه هی ‌نان ته راغلی، خبریال ته وویل، چې د توغولو ډګر ته نږدې دغه بهیر لیدل ډېر د خوشالۍ وړ کار دی. همدارنګه د ملي بیرغ په اوچتولو سره مو دغه بهیر ولید او په دې سره زموږ احساسات څرګند شول.

د ون ‌تیان نومي ازمويښتي برخه د چین د فضايي سټېشن دوهمه برخه  او لومړۍ علمي ازمويښتي برخه ده. دغه برخه به په عمده توګه د فضانوردانو د پاتې کېدو، په بهرنۍ فضا کې د علمي څېړنیزو فعالیتونو او د بهرنیو علمي ازموینو لپاره ملاتړ وکړي.

د چین د فضايي تکنالوژۍ ډلې د پنځمې اکاډمۍ د فضايي سټېشن سيستم مرستیال عمومي ډیزاینر لیو ګانګ د ون ‌تیان ازمويښتي برخې د ځانګړتیا په هکله وویل، چې دغه برخه یوه اضافي ۵ متره اوږد ماشيني بازو لري. دغه ماشيني بازو کوچني تجهیزات نیولی شي او ډېر نازک عملیات تر سره کولای شي. په راتلونکي کې به دغه بازو له بل ماشیني بازو سره  د۱۵ مترو په اوږدوالي یو روباټیک بازو جوړ کړي څو په فضايي مدار کې نورې زیاتې علمي ازموینې ترسره کړي.

د ون ‌تیان نومي ازمويښتي برخې فضايي سټېشن ته تر رسېدو وروسته به له ټاکلي پلان سره سم له فضايي سټېشن سره یو ځای شي، د شن جو ۱۴مې فضايي بېړۍ هوانوردان به دغې برخې ته ننوځي او اړوند علمي څېړنيزې چارې به ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ون ‌تیان نومي ازمويښتي برخه کې د علمي څېړنو او ازموینو لپاره بشپړ تجهیزات او ماشینونه ځای پر ځای شول، په دې ډله کې له ځمکې څخه یو لوی او مجهز لابراتوار فضا ته انتقال شوی دی.

د چین د علومو اکاډمۍ د فضايي چارو مرکز څېړونکي او د انسان وړونکې فضايي پروژې د فضايي سیسټم مرستیال عمومي انجنیر لو څونګ مین په یاده ازمویښتي برخه کې د ژوند او ايکولوژيکي چارو د ازموینې المارۍ په اړه وویل، چې هوانوردان به په فضايي چاپېریال کې د ژوندیو موجوداتو مختلف ډولونه د ژوند او ودې ازموینې تر عنوان لاندې ترسره کړي.

د مالوماتو له مخې، چین به په راتلونکو څو میاشتو کې د منګ ‌تیان په نوم ازمويښتي برخه فضا ته وتوغوي او د تیان ‌ګونګ فضايي سټېشن له مرکزي برخې سره به یو ځای شي.

Previous Post

هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۸ کسانو ته ورسېد

Next Post

روسیې تر اوسه د اوکراین ۹۰۰ روغتیايي مرکزونه بمبار کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
روسیې تر اوسه د اوکراین ۹۰۰ روغتیايي مرکزونه بمبار کړي

روسیې تر اوسه د اوکراین ۹۰۰ روغتیايي مرکزونه بمبار کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سامسُنګ د نوټ۲۰ د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

سامسُنګ د نوټ۲۰ د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

جولای 12, 2020
د برېکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو ۱۳مې غونډې ۵ مهمې پايلې ترلاسه کړي

د برېکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو ۱۳مې غونډې ۵ مهمې پايلې ترلاسه کړي

اگست 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved