د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، د یوه جنرال په ګډون درې لوړپوړي نظامي چارواکي د عمران خان د پلویانو د اعتراضونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله له دندو ګوښه شوي دي. د روان کال په مې میاشت کې د عمران خان زرګونو پلویانو د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د هغه له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد سړکونو ته راووتل او لاریونونه یې ترسره کړل، دوی پوځي تاسیساتو ته ننوتل او ځینې تاسیسات یې لوټ کړل.












