د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي چې پاکستاني چارواکو په تورخم کې ۲۷ افغان زندانيان افغان لوري ته سپارلي دي. د مسوولینو په خبره ياد افغانان چې د قانوني اسنادو نه شتون په تور د پاکستان بېلابېلو سيمو زندانانونو کې بنديان شو و تورخم کې د انتقالاتو آمريت ته تر سپارلو وروسته خپلو سيمو ته ولېږل شول. دغه بنديان چې څو مياشتې زنداني شوي وايي، چې په بند خونو کې ور سره ناسم چلند شوی.











